افغانستان

۸ نوي امنیه قومندانان او سرحدي پولیسو عمومي قومندان وټاکل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني ۸ ولایتونو ته نوي قومندانان او د سرحدي پولیسو عمومي قومندان وټاکلو.

د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې نوي ټاکل شوي لوړپوړي افسرانو کې رحمت الله رووفي د سرحدي پولیسو عمومي قومندان، جنرال مجید روزي د هرات امنیه قومندان، محمد حکیم انګار د غزني امنیه قومندان، فضل محمد د فراه امنیه قومندان، میرویس نورزی د زابل امنیه قومندان، محمد زمان مموزی د پروان امنیه قومندان، عبدالکریم فایق د کاپیسا امنیه قومندان، غلام مصطفی محسني د غور امنیه قومندان، خلیل الله ضیايي د نورستان امنیه قومندان او سمونوال عبدالرازق د بلخ ولایت د امنیت آمر په توګه وټاکل.

خبرپاڼه زیاتوي چې اشرف غني نویو ټاکل شوو قومندانانو ته وویل چې تر هغه وخته به یې دی ملاتړ کوي چې ددوی سره د افغانستان د خلکو ملاتړ وي.

ولسمشر نويو قومندانانو ته د خپلو توصیو په لړ کې وویل چې په سختو حالاتو کې ټاکل شوي او دی هیله‌من دی چې کومه لوړه دوی کړې به پر ځای کړي.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې د اشرف غني سره د نوي قومندانانو د لیدنې پر مهال د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي هم موجود و. هغه وویل چې نوي ټاکل شوي افسران تجربه لري او دی هیله‌من دی چې حکومت به پرې اعتماد وکړي او قومندانان به خپلې دندې په ښه توګه سرته ورسوي.

د نويو لوړپوړو قومندانانو د ټاکلو په اړه لا تر دې دمه د ګډ حکومت د بل مشر ډاکتر عبدالله عبدالله غبرګون نه دی راغلی.

۸ ولایتونو ته نوي قومندانان او سرحدي پولیسو عمومي قومندان په داسې حال کې ټاکل کیږي چې طالبانو د پسرلي په راتګ سره خپل بریدونه تیز کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x