ورزش

ډیلي د حیدر اباد لوبډلې ته یوه احساساتي لوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ سیالیو ۱۳مه لوبه د ډیلي ډیرډیولز او سن رایزرز حیدر اباد لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه د ډیلي لوبډلې د لوبې په وروستۍ بال وګټله.

ډیلي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. دغې لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

توپ وهنې په برخه کې د ډیلي لوبډلې لپاره اییر په ۴۰ توپونو د درې څلوریزو او پنځه شپږیزو په مرسته ۶۰ او ډومیني په ۴۱ توپونو د پنځه څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۵۴ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د ډیلي لوبډلې لپاره ډومیني ډیر ښه وځلید. نوموړی غوره توپ وهنې سره د توپ وهنې په برخه کې هم غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د سیالې لوبډلې لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

د حیدر اباد لوبډلې لپاره پروین کمار، سټېن، بنېشور کمار او اشېش ریډي یوه یوه ویکټه واخیسته. د حیدر اباد په توپ اچوونکو کې بنېشور کمار تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل څلور اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې.

د حید اباد لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۳ منډې جوړې کړې. حیدر اباد لوبډلې د لوبې په وروستۍ اوور کې ۱۰ منډ ته اړتیا درلود چې د ډیلي توپ اچوونکی کوټلر خپل دغه اوور کې دوه ویکټې اخیستلو سره د حیدر اباد لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

د حیدر اباد لوبډلې لپاره بوپارا تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. بوپارا په ۳۰ توپونو د یوې څلوریزې او درې شپږیزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د ډیلي لوبډلې لپاره د توپ اچوونې په برخه کې هم ډومیني تر ټولو غوره او پیاوړی توپ اچوونکی ثابت شو. ډومیني خپل ۳ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او دسیالې لوبډلې څلور لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx