افغانستان

ګډ حکومت مشرانو دفاع وزارت ته په جنرال عبدالله خان موافقه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت دواړو مشرانو د ملي دفاع وزارت ته په نوماند موافقې ته رسېدلي او ژر به نوی نوماند ولسي جرګې ته معرفي شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې محمد اشرف غني تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو سره د لیدنې پر مهال ورته ددې موضوع په اړه ویلي دي.

هغه زیاته کړې چې « تېره ووځ مو ولسمشر سره ولیدل او هغه ورته وویل چې د دفاع وزارت پيژندوال جنرال عبدالله خان به ولسي جرګې ته د باور رایې اخېستلو لپاره وړاندې کړي».

سرچېنې وايي چې جنرال عبدالله خان تر دې وړاندې د سرحدي پولیسو د قومندان او د دفاع وزارت په نورو پوستونو کې دنده اجرا کړې.

نوموړی په کونړ کې زیږیدلی او په روس کې یې لوړې زده کړې کړي دي.

د اجراییه ریاست ویاند جاوید فیصل په خپلې ټویټر پاڼې هم تایید کړې چې دواړو مشرانو په دفاع وزیر موافقه کړې.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو ویلي يې دي چې ژر به د باور رایې اخېستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

په داسې حال کې چې نن د ګډ حکومت لخوا ولسي جرګې ته ورمعرفي شوي ۱۶ وزیرانو د باور رایه واخېستله او د ګډ حکومت کابینه د ۷ میاشتو په تېریدلو سره د پوره کېدو په درشل کې شوه.

اوسمهال د ګډ حکومت د کابینې ۲۴ وزیرانو د ولسي جرګې څخه د باور رایه اخيستي او یوازې دفاع وزارت د سرپرست لخوا اداره کیږي.

ګډ حکومت وايي چې ژر به د دولت مهمو ادارو چې له منځه یې لویه څارنوالي، قضا او مرکزي بانک ته هم نوماندان معرفي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x