شعـــــرونه

ننګرهاره – بشیر وصال

شاعر: بشیر وصال

رنګ په وینو یې ښاغلې ننګرهاره

ای په سرو وینو لړلې ننګرهاره

څه ګلاب ځواني دې غیږه کې رژیږي

د خزان سیلۍ وهلې ننګرهاره

بیا دې اور کړې په غیږه کي لمبه ده

بیا دې سوې دي سنځلې ننګرهاره

غریو دې ونیول اوه سره اسمانه

اي پر ځمکه ریږدیدلې ننګرهاره

چی زماغریب ولس په کې سلګۍ ده

چا زخمي کړې نازولې ننګرهاره

دوصال شپی دې ترخې کړې ځوانيمرګه

د تن وینو کې لړلې ننګرهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x