نړۍ

پر مولانا صوفي محمد د «ترهګرۍ» لګېدلي تورونه لرې شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د خيبرپښتونخوا مرکز پېښور کې د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې د پاکستان نفاذ شريعت محمدي غورځنګ د مشر مولانا صوفي محمد پر ضد د ترهګرۍ دوه دوسيې ختمې کړې او د نوموړي قضيه يې د سوات مرافعې محکمې ته ولېږله.

د يادونې وړ ده، چې پر مولانا صوفي محمد د سوات کبل سيمه کې د پوليسو پر حوزه د بريد تور څه موده وړاندې د محکمې له لوري بې بنسټه بلل شوی و.
د مولانا صوفي محمد مدافع وکيل عادل مجيد وايي، چې ۲۰۰۹ز کال کې يې پر موکل د «بغاوت او ترهګرۍ» قضيه رسمي شوې وه.

عادل مجيد زياتوي، چې پر مولانا د بغاوت او ترهګرۍ دواړه تورونه د ولسي جلسې جوړولو له امله لګېدلي دي.

پر مولانا صوفي محمد تور و، چې د پاکستان اساسي قانون او ديموکراسي کفري بولي او خلک يې اسلامي شريعت نافذولو ته رابلل.

عادل مجيد وايي، چې د قانون له مخې داسې څرګندونې په «بغاوت او ترهګرۍ» کې نه شمېرل کيږي.

د مولانا مدافع وکيل زیاتوي، چې د موکل پر ضد يې د «ترهګرۍ» ديارلس دوسيې رسمي شوې وې، چې لس يې د محکمې له لوري پخوا لغوه شوي او د درې قضيو په اړه بحثونه روان دي.

عادل مجيد نن ناوخته پېښور کې رسنيو ته وويل، چې محکمې يې پر موکل د «ترهګرۍ او بغاوت» دواړه دوسيې لغوه اعلان کړې او امر يې کړی، چې د مولانا صوفي محمد قضيه دې د ترهګرۍ ضد محکمې پر ځای د سوات مرافعه محکمه کې واورېدل شي.

د پاکستان نفاذ شريعت محمدي غورځنګ مولانا صوفي محمد له تېرو شپږو کالو د پېښور په زندان کې د بغاوت په تور پروت دی او ګناه يې دا بلل کيږي، چې نوموړی ديموکراتيک نظام غير اسلامي بولي او د سوچه اسلامي نظام د نفاذ غوښتنه کوي.

څه موده وړاندې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان انصاف غورځنګ د درې مياشتني احتجاجي ناستې پر مهال د پاکستان ملتپال عوامي نيشنل ګوند رهبري مشر او سناتور حاجي عديل د يوې تلويزوني وينا پر مهال وويل، چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران د پاکستان پارلمان او ګرد نظام ته سپکاوی کوي او ټول نظام جعلي بولي، څو مياشتې يې د پارلمان لاره بنده کړې، وکيلان او چارواکي د پارلمان له وروستۍ دروازې راځي او په څرګندو ټکو له دې نظامه د بغاوت اعلان کوي او هيڅوک يې باغي او ملي خاين نه بولي، مګر مولانا صوفي محمد او له هغې وړاندې د عوامي نيشنل ګوند مشران خان عبدالغفار خان، ولي خان، اجمل خټک او ګڼ نور مشران د وړو تورونو له امله د پاکستان په نظام کې ملي خاينان او باغيان بلل شوي.

حاجي عديل او ګڼ نور سياستوال وايي، چې دا دوه مخيز چلند دوی ته د منلو وړ نه دی.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان ګڼ سياستوال او سياستپوهان ديموکراتيک نظام غير اسلامي بولي، مګر هيچا تر اوسه دغه خلک باغيان او خاينان ونه بلل.
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند بسټګر او ستر اسلامي مفکر مولانا مودودي هم ديموکراسي کفر بولي او پارلمان يې د الهي نظام پر وړاندې د مصنوعي خدايانو نظام بللی، همدا رنګه د جمعيت علماء اسلام بنسټګر مفتي محمود هم وايي، چې له اسلامي نظام پرته هر نظام کفر بولي.

د پاکستان تنظيم اسلامي ګوند پخوانی مشر او دعوتګر ارواښاد ډاکټر اسرار هم جمهوري یا دیموکراتیک نظام غير اسلامي بولي او له همدې امله يې اعلان کړی و، چې له ټاکنيزې لارې اسلام راوستل بې ځايه هڅې دي.

د پاکستان جماعت اسلامي پخواني مشر سيد منور حسن څه موده وړاندې لاهور کې د خپل ګوند کلنۍ غونډه کې وويل، چې د ديموکراتيک نظام له لارې اسلام راوستل د جهاد د مخنيوي په معنا دي او له دې لارې هيڅکله اسلام نه شي راتلی او دا لار يې غير اسلامي بللې او هېواد کې يې د اسلامي نظام د راوستو يوازنۍ لار جهاد في سبيل الله بللې.

د سياسي چارو وتلی کارپوه او مشهور پاکستانی سيکولر ژورناليست حسن نثار او وتلی کالم ليکونکی شاعر،ليکوال او لوړپوړی متقاعد افسر اوريا مقبول جان هم ديموکراتيک نظام غير اسلامي بولي، مګر تر اوسه هيچا دغه خلک خاينان نه دي بللي.

صوفي محمد د پاکستاني طالبانو د مشر مولانا فضل الله خسر هم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x