
د ولسې مرګ ژوبلې په اړه له جمعیت اصلاح څخه ګیله
لیکوال: انجنیر ولي محمد فراهي
نن د شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې غبرګې چاودنې وشوې. دا چاودنې د ولسي خلکو له ګڼې ګوڼې په ډکې سیمه کې رامینځ ته شوې او لسګونه کورنۍ یې د وير په ټغر کښینولې.
له چاودنې سره جوخت او له معمول سره سم په ټولنیزو رسنیو کې د پیښې پړه په طالبانو واچول شوه، دولتي ژورنالیستانو د خپلې ورکړل شوې دندې له مخې په پیښه کې د طالبانو لاس دخیل وباله، او یو شمیر هغو ځوانانو په پټو سترګو ومنله چې د غربي رسنیو له اسلام ضد او افغان دښمنه توطیو څخه ناخبره دي.
خو ګیله مې د هغو په اصطلاح اخوانیانو څخه وشوه چې ځانونه جمعیت اصلاح ته منسوبوي او په اشارو، نیمه څرګندونو او رموزو کې د پیښې مسئولیت په طالبانو اړوي.
له شک پرته په طالبانو د ملکي خلکو د وژنې په تهمتونو کې د دولتي چارواکو ښکرور دروغ بنسټیزه ونډه تشکیلوي، او د دولتي چارواکو د دروغو کچه هر چا ته نه معلومیږي بلکې هغه څوک یې ښه درک کولای شي چې یو ځل ورسره په ټکر کې پريوځي.
له نېکه یا له بده مرغه په کندهار کې د سیرت سیالي له دولتي چارواکو سره د جمعیت اصلاح لومړنی او کوچنی ټکر وه، چې په همدې پیښه کې دولتي چارواکو د جمعیت اصلاح پر وړاندې له داسې دروغو څخه کار واخیست چې د دغه ګوند د مشرتابه شوری غړی استاذ عبد الفتاح جواد یې هک پک کړ او نوموړي په خپلې فیسبوک پاڼه ولیکل: «د کندهار ولایتي مسئولین نه یوازې دا چې له خپلې خبرې وګرځیدل بلکې په دولتي رادیو او تلویزیون یې نهاد جوانان مسلمان ملامت وباله چې _ د دوی په خبره_ د مسابقې په دایرولو کې پاتې راغی.»
که د جمعیت اصلاح غړي له فکره کار واخلي په همدې بېلګې دې قیاس کړي، که په یوې کوچنۍ پیښه کې دولتي چارواکي په دومره سپین سترګۍ دروغ وايي نو د یو داسې چا په حق کې به څومره له دروغو ډک زهرجن تبلیغات کیږي چې له یوې نیمې لسیزې راهیسې ورسره په وسلواله جګړه کې ښکیل دي او له ځان څخه د دفاع بالمثل تبلیغاتي وسائل هم نه لري.
جمعیت اصلاح خو باید د ملکي خلکو د وژنې په تهمت کې تر هر چا زیات په احتیاط ګام پورته کړي، جمعیت اصلاح چې د اخوان المسلمین افغاني څانګه بلل کیږي، به خامخا په مصر کې د خپلو مشرانو د محاکمې او پرې د لګول شوو تورونو تجربه لري چې دا مهال د ولسي وګړو په وژنو کې د لاس لرنې په تور د اعدام رسۍ ته برابري.
که بل څوک د ملګي وګړو په مینځ کې د چاودنې مسئولیت په طالبانو اچوي ګیله ترې نه شته، خو زه له جمعیت اصلاح څخه پوښتم، ایا د اخوان المسلمین د رهبر په ګډون لسګونه اخواني مشران د هماغې پیښې په تور د مظلومیت په حال کې د تورو تمبو شا ته نه دي غورزیدلي چې تاسو ته منسوب ځوانان یې په طالبانو پورې کوي؟ ایا د مصر همدا قضیه د جمعیت اصلاح لپاره کافي نه ده چې عبرت ترې واخلي؟ ایا په فلسطین کې د اخوان المسلمین جهادي ګوند (حماس) د اسراییلو لخوا د ملکي خلکو په وژنې نه تورنیږي؟ ایا د نتنیاهو هغه ادعا مو هېره شوه چې په ډیرې سپین سترګې يې د حماس جهادي غورځنګ جنګیالي د غزې د بې ګناه ملکي خلکو د وژنې مسئولین بلل؟
که بل څوک د دښمن په تبلیغاتو وغولیږي نه به پوهیږي، خو د پورتنیو واقعیتونو په رڼا کې جمعیت اصلاح، د یو اخواني ګوند په حیث باید تر هر چا زیات د دښمن دسیسې درک کړي او د دښمن هغه شیطانت وپیژني چې د ملکي کسانو د وژنې پوچ تورونه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره کاروي.
لنډه دا، اخواني جمعیت اصلاح چې په مصر او فلسطین کې د ولسي خلکو د وژنې د پوچو تهمتونو ترخه تجربه لري خو باید هیڅکله د چارواکو او رسنیو په دروغو او پوچو تبلیغاتو دوکه نه شي. خو که بیا هم د مکار دښمن خطرناکې توطیې نه شي درک کولای او د ولسي وګړو په مینځ کې د چاودنو ګوته طالبانو ته نیسي، نو زه د یو افغان په صفت له جمعیت اصلاح څخه په دې غیرمنصفانه قضاوت ګیله من یم.
دا تول دجمعيت اصلاح والا بي فرهنكه خلك دي دامريكايانو لاس بوسي دي داصلي اخوانيانو دخبو خاورو ته هم نشي رسيدلي, دوي دجهاد نه منكر دي, دوي ته بيسي او دنيا مهمي دي نور ددين او ناموس او وطن او دافغانانو به كيسه كي ندي جي به افغانانو سه تيريكي, دوي دهغه سري بشان دي جي كور ته يي غله راغلي وه او دسري نه يي خط كردجابيره تاو كر ورته يي وويل ددي خط نه به بهر نه راووزي, او نور غلو دكور به جلولو شرو وكره, خزي يي سري ته وويل دبيغيرته زويه كور يي درنه تول ويور,… نور لوستل »
جمعیت اصلاح د اشغال او د امریکایانو پروژه ده چې په داسې حساس وخت کي پيل شوه چې افغان ځوانانو ته د سنګر ګرم مرکزونه سترګې په لار وو ولې اصلاح هغه ځوانان کوم چې اسلامي فکر درلودونکي وو هغوئ یې په ځان راټول کړل او په بې ځایه او بې هدفه کارونه یې مصروف کړل د جهاد اصلي روحیه یې ختمه کړه نن ګورو چې د هماغه مجاهدینو په خلاف غږیږي چا چې تیر ۱۴ کاله په سنګرونو کې تیر کړل وینې او قربانیانئ ورکړې هی هی افسوس ځما د اصلاح له ځوانانو ګیله نشته ګیله مې یې له… نور لوستل »
جمعیت اصلاح یا فرنګیان چې د امریکائی یرغل لپاره یی ډیر کار کړئ دی او په هر ځای کې یې د اسلام په نامه خلک تیر ایستلي دی، باید چی نور یی له افغانستان څخه ګیلم ور ټول شي او زما په نظر طالبان باید تر ټولو د مخه د فرنګیانو (جمعیت اصلاح) غم وخوري او بیا له نورو یرغلګرو سره مبارزې ته دوام ورکړی ځکه چې کورنۍ دښمن تر خارجي دښمن ډیر خطرناک ثابت شوی دی.
لیکوال صاحب زموږ ګیله له تاسو څخه راغله، او هغه دا چې تاسو لا تر اوسه جمعیت اصلاح ندي پیژندلي، او داسې ګیلې ترې کوې لکه له دوستانو چې کیږي؟!!!!
جمعیت اصلاح او د کابل د حج او اوقافو وزارت هیڅ فرق نشته.
درنو مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : مونږ د جمیعت اصلاح مرکزی دفتر د شوری مشرانو سره وخت تیر کړو ، څه می چه له هغوی واوریدل یا د هغو مخونو چه څه تمثیلول ، داسی نه ښکاره کیدل لکه ورونو چه یی په اړه څه لیکلی ، فکر کوم اسلامی حکمت به هم داوی چه هغوی په همدی ډول چه دی مخکی ولاړ شی ، ځکه د ځوانانو د ښویدو ډیره ویره ده . که دوی د عملی کړنو جهادی کړنو تایید کوی بیا دا کار نه شی کولی . هو ، دا چه ښه نه شی ویلای بده… نور لوستل »
شرم داسې شرم چې شرمونه شرموینه!!! عجیبه خو داده چې تش په نامه انټرنیټي طالبان خو په جمعیت اصلاح او هر اسلامي حرکت پسې په ښکاره او مستعارون نومونو هغه څه لیکي او وايي چې هيڅ هغه مسلمان به چې له الله جل جلاله څخه وېریږي، داسې څه ووايي، او بیا له بل نه ګیله کوي چې د برید پړه یې پر مونږ اچولې ده، لومړی خو جمعیت اصلاح رسنۍ وګورئ هېڅکله به د پړۍ خبره پکې ونه ګورئ او بل داچې په تېر ځل چې په همدې کابل بانک په جلال آباد کې برید وشو او په سړه سینه… نور لوستل »
ته څه فکر کوې چې فرنګیان داسې سپينې کوترې دي د امریکائی اشغال سره یی هیڅ کومه مرسته نه ده کړې؟؟؟ د فرنګیانو بنسټ چې په دروغو او چل ول سره ایښودلی شوی دی څنګه به شونی وی چی سړی ورنه د خیر طمعه وکړي؟؟ آخر لږ شرم پکار دی د اخوانیانو پوزه مو هم په بیخ ورپرې کړه او افغانان خو مو وشرمول، او ستا دا خبره چی طالبانو د جومات د چاودنې مسؤولیت په غاړه اخیستئ دی ښکرور دروغ دي، که چیرې طالبانو جوماتونو او ولسي وګړو وژلو پسې را اخیستې وای نو اوس به ستاسې بغیرتانو نوم… نور لوستل »
محترم لیکوال: السلام علیکم و رحمة الله و برکاته، جمعیت اصلاح په رسمي ډول (جمعیت اصلاح رسمي مراجع) د پرونی حادثې پړه پر طالبانو نه دی اچولی، خو دغه حادثه یې په کلکو ټکو غندلې. جمعیت اصلاح افغانستان د افغانانو او مسلمانانو وژنه که له هرې خوا وي، غندي او خپله غمرازي ورسره ښيي. له خلکو سره د امکان په صورت کې مرسته کوي. دا به نا انصافي وي چې ځینې ورونه جمعیت اصلاح پسې سپکې وايي. د هغو ورونو لپاره چې د جمعیت اصلاح په هکله پوره معلومات نه لري، لاندې معلومات دې ولولي او یا هم د جمعیت… نور لوستل »
ګوری وروڼو زه دا منم چی جمعیت اصلاح ډیری نیمګړتیاوی لری چی باید اصلاح یی کړی ولی په ډیرو نورو دی بلا وروګرځی ځکه همیشه یی د بد اخلاقیو او غیر اسلامی کارونو پرخلاف آواز پورته کړی او امریکایان یی مستعمرین ګڼلی دی او له حضور سره یی مخالفت ښودلی دی نو په اړه یی زما په نظر دومره ژر له احساساتو او تشدد نه ډکی خبری به ښی پایلی ونه لری باید چی اول تنبیه او توبیخ شی لکه لیکوال محترم چی داکار کړی چی د ګوډاګی رژیم او اشغالګرو په ګټه څرګندونی ونه کړی
یاره دا څنګه امکان لري چی معاشونه امریکایان ورکوی او بیا یی مستعمرین هم وګڼی؟؟ ما خپله دوی سره کار کړئ دی خو کله چی د دوی کرغیړنې څیرې راته جوتې شوې د تل لپاره مې خدای پامانی ورسره وکړه، کشر افراد یی یو هم د دوی له اساسی منبع څخه خبر نه لري چې له کوم لوری یی مالی بودیجه ورکول کیږی او مشرانو څخه یی چې په دې اړه وپوښتل شي وایی مونږ خو داسې خاص جهت نه تمویلوي بلکې همدا ستاسې جیبونو ته مو سترګې نیولي دی او چندې کوو او بیا یی چی د هر کارکوونکی… نور لوستل »
سلامونه داسی چاودنی خو امریکایان او د هغوی افغانی غلامان کوی، اوحتی امکان لری چه شیعه ګانو او د شورا نظار استخباراتو کړی وی ترڅو د بدخشان او دایکندی غچ یی د بادار په امر له ننګرهاریانو واخلی له ټولو روستی پیښه په ننګرهار کی د ملی اردو د سرتیرو لخوا د امریکایانو وژل وو او د حتمی ده چه امریکا یانو دی ددی چاودنو پواسطه د خپلو عسکرو غچ اخستی وی جمعیت اصلاح یا نور باید دداسی چاودنو پړه په مسلمانانو وروانچوی چه مجاهدین یی غندنه کوی خو ددی ټولو ناخوالو نه د خلاسی یواځینی لار داده چه ټولو… نور لوستل »
ټولې تبصرې مې وکتلې خو چا يو غر ويشته چا بل . د تا خبره بالکل پر ځای ده . ملاتړ يې کوم!
زه خپله د جمعیت اصلاح کارونه ستایم او ټول کا رونه یی د شریعت په چوکات که دی، او بل دوی یعنی جمعیت اصلاح والا د اسلامی فکر په خپرولو که ډیره ونده لرلی ده، دوی د اشغال سره دوشمنی اعلان کړی ده، نو زما د ملګرو څخه درخواست دی چه احساساتی قضاوت و نه کړی.
طالبان داسی فکر کوی چی یوازی هغه کسان شه مسلمانان دی چی ٹوپک ورسره ده او د طالب په نوم جنگیگی، ٹول طالبان به جنت ته زی او دا نوری ٹولی ڈلی جهنمیان دی شه خلک په جمعیت اصلاح کی هم شته او په طالبانو کی هم بد خلک په جمعیت اصلاح کی هم شته او په طالبانو کی هم ماته تر جمعیت اصلاح طالبان ڈیر گران دی خو طالبان می لیدلی چی د پیسو لپاره خلک تختوی خو سیاست داسی یو شی ده چی په کومه ڈله کی ودریدی هغه نوری ڈلی درته بیدینه شکاری نفاق د الله تعالى… نور لوستل »
د پیسو کسان معلوم دي چې څوک یی شوق لري مهرباني وکړه په ناحقه سره په چا تور مه لګوه، که چیرې طالبانو پیسې خوښولای نو دا څوارلس کاله به یی مبارزه نه کړله او د خپل حکومت په وخت کی به یی د امریکا ټولې غوښتنې منلې وای اوس به یی هم حکومت وو او هم به یې په ارامه سره ژوند کړی وو، خو نه هیڅکله داسې نه شی کیدلای چې طالبان د پيسو لپاره وجنګیږی، هر سړی بل ته د خبل ځان په آینه کې ګوري فکر کوم چی ته هم یو د هغو له جملې څخه… نور لوستل »
غفاري صیب
تاسو ته سلامونه او احترام
تاسو ته ښایی چې د فراهي صیب برادرانه ګیله تسلیم او د اصلاحیانو غوږونو ته یې ورسوی په دې سره به د هغو وروڼو له نیوکو هم خلاصی ومومی چې له جمعیت اصلاح سره حساسیت لري.
یاد ساته چې نن سبا څوک د چا په منشور بازي نه خوري بلکه د هغوی عمل او تر ټولو مهم نیتونو ته ګوري.