افغانستان

ایساف: په غزني کي بې پلوټه الوتکه غورځیدلی، په جنوب کې بهرنی عسکر وژل شوی

American soldier June242010Kandaharنن ټکی آسیا: طالبان وايي چي د غزني ولایت د ده یک په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یوه بی پلوټه الوتکه را غورځولې، خو د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چي الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله را غورځیدلې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چي نن غرمه په سیمه ایز وخت د دولس بجو په شا وخوا کې د غزني ولایت د ده یک په ولسوالۍ کې د ده بالي په کلي کې د بهرنیو ځواکونو یوه بی پلوټه الوتکه په دزو سره را وغورځیده، چي تر اوسه د طالبانو په ولکه کي ده.

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر د پيښي تصدیق کړی خو ویلي چي الوتکه د طالبانو په ډزو نه بلکي د تخنیکي ستونزو له کبله را غورځیدلې.
د بلي خوا د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي نن د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د برید له امله یوه بهرني عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په خبرپاڼه کې د وژل شوي عسکر هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند شوی.
باید وویل شي چي د رواني میاشتي د لومړی نیټي څخه تر اوسه بهرنیانو خپل د ۳۳ تنو عسکرو وژل منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x