ورزش

ای پي ایل: رسل د کلکتې لپاره بایلل شوې لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ سیالیو ۱۴مه لوبه د کینګز الیون پنجاب او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې دغه لوبه د کلکتې لوبډلې په ۴ ویکټو وګټله.

د لوبې پچه د کلکتې لوبډلې وګټله خو سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د پنجاب لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې.

د پنجاب لوبډلې لپاره بیلي تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو. بیلي ۴۵ توپونو کې د پنځه څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۶۰ منډې جوړې کړې.

د کلکتې لوبډلې توپ اچوونکي غوره لوبه وکړه او سیالې لوبډلې ته يي د اوچت هدف ټاکلو اجازه ورنکړ. دغه لوبه کې یادف درې، مورکل دوه، رسل دوه او ناراین یوه ویکټه واخیسته.

یادف خپل ۴ اورونو کې ۳۳، مورکل خپل ۴ اورونو کې ۲۷، رسل خپل ۴ اورونو کې ۳۹ او ناراین خپل ۴ اورونو کې یوازې ۱۷ منډې ورکړې.

کلکتې لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۷.۵ اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

د کلکتې لوبډلې ډیر پیاوړی توپ وهنه پیل کړه خو وروسته يي په ۶۰ منډو خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړ او داسې ښکاریده چې دغه لوبه به د پنجاب لوبډلې په بریا پای ته ورسیږي.

د پنځه لوبغاړو له سوځیدو وروسته رسل او یوسف پټان توپ وهنه پیل کړه چې د رسل غوره، پیاوړی او چټکه توپ وهنه دغه لوبه د کلکتې په بریا پای ته ورسوله.

دغه لوبه کې رسل په ۳۶ توپونو د ۹ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۶۶ منډې جوړې کړې او لوبه له مساوي کولو وروسته يي د میچل جانسن په بال خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د پنجاب لوبډلې لپاره سندیپ شرما تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه. سندیپ شرما خپل ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او دسیالې لوبډلې څلور لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

نننۍ لوبه کې د پنجاب دوه توپ اچوونکي میچل جانسن او پټېل تر ټولو زیاتې منډې ورکړې. جانسن خپل ۳.۵ اورونو کې ۴۱ او پټېل خپل ۲ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x