افغانستان

طالبان: تښتول شوي هزاره ګان د «کابل ادارې» وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې د دایکندي ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې پنځه هزاره‌ګان حکومت تښتولي او بیا یې وژلي دي.

طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي لخوا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې د حکومتي عسکرو ادعاوې رد کړي دي او ویلي یې دي چې دغه کار استخباراتي او خاصې کړۍ کوي څو په افغانستان کې مذهبي اختلافونو، قومي تعصبونو او بدبینیو ته لمن ووهي او د خلکو تر منځ نفرت پیدا کړي.

احمدي زیاته کړې چې د مالستان ولسوالۍ د مکنک د سیمې دغه پنځه اوسیدونکي د اجرستان په ولسوالۍ کې تښتول شوي وو او رووسته يې جسدونه حکومتي عسکرو وموندل.

دوی ویلي چې د دایکندي ولایت فرهنګي مسوولینو ورته ویلي چې طالبانو ددغو کسانو د خلاصون لپاره هڅې کړي، د تښتول شوو کسانو د خپلوانو او قومي مشرانو سره یې هم اړیکې ونیولې خو د دوی د هڅو پر مهال د اجرستان ولسوال اعلان وکړ چې د ټولو پنځو تښتول شوو کسانو جسدونه یې وموندل.

ښاغلي احمدي له قوله « د معلوماتو له مخې دغه ناوړه کړنه خپله د اجرستان په ولسوالۍ کې د کابل ادارې مسئولینو لخوا ترسره شوې، ځکه هغوی په پيښه او د پيښې پرځای خبر وو او د مړو اجساد هم بې له دې چې مسئولین يې وپيژندل شي، هغوی تر لاسه کړل».

طالبانو ځېنې رسنۍ هم په دې تورنې کړي دي چې د شومو اهدافو لپاره خپرونې کوي او له حقیقته لرې نشرات کوي.

دوی د نمونې په ډول د ګیزاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۲۰ موټر چلوونکو ورکېدل یاد کړي دي. « څه موده وړاندې د ګیزاب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د کابل ادارې لخوا عملیات پيل شول چې د مجاهدینو لخوا ورسره مقابله اوجګړه وشوه، په هغه وخت کې زموږ د هزاره هیواد والو د موټرو یو کاروان د جګړې په سیمه کې په لاره تيریده چې مجاهدینو دهغو ژوند ته د خطر نه پيښيدو لپاره هغوی ته سپارښتنه وکړه چې تګ ودروي، او په سیم کې محفوظ ځای پاته شي، ترڅو جګړه ختمه شي او بیا دوی خپل حرکت پيل کړي».

احمدي وايي چې د پېښې په تړاو يې ټولې رسنۍ په جریان کې واچولې خو هغوی پرته له دې چې د دوی د معلوماتو یادونه وکړي د « د کابل ادارې د استخباراتي کړیو د غوښتنې په اساس آوازه واچوله چې شل موټروانان د مجاهدینو لخوا تښتول شوي دي».

طالبانو د رسنیو لخوا «بې تحقیقه تبلیغات» دسیسه بللې او وینا يې دا ډول تبلیغات ددې لپاره کیږي څو « په افغانستان کې هم د قوم او مذهب په نوم افغانان د یو بل په مقابل کې وپارول شي او لکه عراق غوندې یرغلګر جهتونه چې په نورو ټولو استراتيژيو کې ناکام شوي له دې لارې افغانان سره وپاشي».

دوی پر ولس غږ کړی دی چې خپل مسوولیت وپېژني، د قومي او مذهبي جوړښتونو احترام وکړي، په یو بل بدګمانه نشي او «د حقايقو د ترلاسه کولو پورې له بې ځایه آوازو خپرولو او اوریدلو څخه ډډه وکړي او په هره ورته قضيه کې د اسلامي امارت رسمي نظر او مؤقف هم واورو».

طالبانو یو شمېر رسنۍ هم ګرمې ګڼلي دي او په وینا يې دوی د افغانستان د بربادۍ لپاره ګمارل شوي دي او نفرت اچوونکي راپورونه خپروي.

طالبانو په هغو رسنیو چې یو لوري ته تبلیغات کوي غږ کړی چې دا «باید درک کړي چې افغانان خپل دښمنان او دوستان خورا ښه پيژني او د دوی تبلیغات لکه څرنګه يې چې دا دیارلس کاله معکوسه نتیجه ورکړې، نور به هم د افغانانو ترمنځ په تربګنیو پيداکولو کې ناکامه کړل شي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ahmadzai

د رسنیو نوم باید واخیستل شی ترڅو ټولو ته معلومه شی او هم داملی رسالت په صحیح توګه سرته ورسول شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x