نظــر

هلمندي ځوان ددوه امریکایانو ګېډې وڅېرلې ‏(په زړه پورې او دردونکی خبر)‏

a woundedsoldier inMarjah districtدپنجشنبې په ورځ الاماره ویب پاڼې یو خبر خپور کړ، خبر وايي چې دهمدې ورځې په مازدیګر یو غیرتي ځوان جلات خان دهلمند دسنګین ولسوالئ  دساروان کلا اوسېدونکی دمولوي صیب غلام محمد وراره په بازار کې له خپلې هټئ نه له یوې لویې چاړې سره را ووت او په پر دوو پلیو امریکايي ځناورو یې چې یوازې روان وو، ور هه کړل! دواړه یې په ګېډو کې په چاړه سوري سوري او ځای پر ځای ېې پر ځمکه را ګوزار او داځل څاپېړې ته وسپارل، خبر زیاتوي له پېښې نه وروسته دنظم عامه په نامه بې غیرتو پولیسو نوموړ غازي ونیو او خپلو ځناورو بادارانو ته یې وسپارلو!

دا څه لومړی ځل نه دی چې دافغان غیرتي ولس غازي او غیرتي بچیان په تش لاس دنیواکګرو ځناورو په وینو دهېواد غیرتي خاوره رنګینه کړې ده، او دغه دبشریت او انسانیت دښمنانو ته یې دا په ډاګه کړې چې افغان غیرتي ولس کله هم بې غیرته او ځناور کفار په خپله غېږ کې نشي زغملای، دا خو خورا جوته ده چې نوموړې غیرتي پېښه به دنیواکګرو ځناورو دهغه کرغېړنو کړنو زېږنده وي کوم چې څو ورځې مخکې په نړیواله کچه خپاره او دهر انسان زړه یې ټپي کړ، له دې  څو ورځې مخکې په کاپیسا کې همدې ته ورته یو غازي افغان مجاهد چې په فوځ کې ورننوتی و دخپل غیرتي ولس شمله لوړه او دنیواکګرو خولې یې له خاورو ور ډکې کړې، هیله ده دا لړئ به لا پسې غښتلې او ګړندئ شي، او شرمېدلي او دانسانیت دښمنان به ښه پوه شي چې له انسانیت، اسلامیت او افغانیت سره دښمني څه رنګه پایلې لرلای شي.

په زړه پورې خو دا وه چې یو غیرتي افغان یوازې په یوې چاړې سره پر داسې ځناورو برلاسی کېږي او وژني یې چې دنړئ په کچه له هر رنګه پر مختللو وسایلو نه برخمن او بشپړه عسکري روزنه یې شوې ده، دغه سرتیری غازي له خپل ځان نه تېرېږي او په رڼا ورځ مخامخ پر نیواکګرو برید کوي، کوم څه چې یو ځل بیا یې ددغه غیرتي په دین مین ولس دعزت شمله لوړه او نیواکګرو ته یې پر مخ خورا درنده څاپېړه ورکړه، چې دا په ټولیز ډول دټول ځورېدلي اسلامي امت او په ځانګړي ډول دافغان غیرتي ولس او په تېره بیا دسرلوړو او باتورو هلمندیانو لپاره دویاړ ځای دی.

او زړه دردونکې ځکه وه چې دغه غیرتي ځوان دهغه ناځوانه او بې پته ملیشو لخوا نیول کېږي کوم چې شپه او ورځ دولس او خاورې دساتلو ډنډورې غږوي، داسې انګېري چې ګواکي دوی دهېواد اصیل بچيان او دولس په چوپړ کې له خپل ځان نه تېر دي، شپه او ورځ یې تلویزیونونه او راډیو ګانې ببولالې وايي چې افغان ځواکونه دخاورې او ولس دویاړونو ساتندویان دي! آیا دا دولس ساتندويي ده! چې خپل هېواد وال چې له نیواکګرو ځناورو نه یې په تش لاس دخپل ولس او هېواد غچ اخیستی، هغوی ته لاس تړلی ور وسپاري! وړ خو داسې وه چې دغه زمری نازول شوی وای، آفرین پرې ویل شوي وای، که دا نه شوی کېدای نو کم ترکمه نیولی خو یې نه وای، که له ځناورو نه بېرېدلای نو ورته ویلي به یې وای چې تاسو یې ونیسئ، او یا به یې ورته ویلي وای چې مونږ خپلې هڅې وکړې مګر په لاس را نغی! له همدې ځایه څرګندېږي چې دغه تش په نامه افغانان دنیواکګرو ګوډاګیان او تالي څټي پردیو موخو او تګلارو ته دومره ژمن او رېښتيني دي چې خپله ځناور ورته دومره ژمن نه دي.

بیا ځینې ځینې وايي چې باید یوازې او یوازې پر بهرنیو نیواکګرو باندې برېدونه وشي، پر افغاني ځواکونو باندې باید برید ونه شي!!! دا اوس کوم عقل او کوم سر دی چې دا فکر کوي! دا څنګه کېدای شي چې هغه ولسي مجاهد چې نیواکګر یې نه شي نیولای دوی یې ورته نیسي او لاس تړلی یې ور سپاري، او بیا له ولس نه تمه وشي چې پر دوی دې برید ونشي! بې پته، ټيټ همته او پلورل شوي تالي څټي  دا فکر نه کوي چې دغه مجاهد خو پر دوی نه بلکې پر بهرنیو نیواکګرو برید کړی، دومره که نشي کولای چې له نیواکګرو نه یې خلاص کړي کم تر کمه چې په نیولو کې خو یې مرسته ورسره ونه کړي!

آیا دا معقوله او سمه ده چې ته یې وژنه! نیسه يې! نیواکګرو ته سپاره! مه یې دسر پروا لره! مه یې دکور پروا لره! مه یې د اولاد پروا لره! مه یې دعزت او آبرو پروا لره، هر څه یې تر پښو لاندې کوه او هغه دې بیا تاته څه نه وايي او ستا لاسونه دې ښکلوي! ځکه چې ته ګوډاګی یې! تالي څټی یې! بې پته او پریوتی ټيټ همته یې! افسوس پر داسې عقل او منطق!

اتل مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x