د ننګرهار فاجعه ولې، د چا لخوا او د کوم هدف لپاره!

نن ټکی اسیا – سرمقاله: پرون یوځل بیا په ننګرهار همیشه بهار کې زمونږ یوشمیر مظلوم هیوادوال دځان په وینو ولمبول شول .

د ننګرهار پرونۍ فاجعه واقعا چې ډیره زړه دردوونکي او وحشتناکه وه .

دومره وحشتناکه چې قلم یې د وحشت له تشریح او توضیح څخه ناتوانه دی.

د دغې وحشتناکې پیښې قربانیان او ټول افغانان دا پوښتنه کوي چې آخر تر څوبه مو د هیواد کلي اوښارونه د دا ډول بوږنوونکو پیښو صحنې وي؟

د کومو اهدافو او مقاصدو لپاره به ځوریدلي افغان په دغسې قساوت وژل کیږي؟

ترڅو به مو په هیواد کې د انسانانو د وینو ویالې بهیږي؟

ترڅو به مو د ننګرهار، بدخشان، هلمند، دای کونډې بلخ ، کاپیسا او کابل ځوانان د باروتو اولمبو خوارک وي؟

ایا مونږ د دې لپاره پیداشوي یو چې ووژل شو ، وسوځول شو او د څارویو غوندې حلال شو؟

ایا همدا د هغه امنیت مفهوم دی چې غبرګو چارواکو یې د واشنګټن په تړون کې افغانانو ته ژمنه ورکړې وه؟

ایا همدا د هغه جهاد تقاضاده چې فرضیت یې یواځې د الهي کلمې د لوړ والي په خاطر ثابت شوی؟

اخر د دې وحشتناک وضعیت پړه د چا پرغاړه او د وحشتونو لړۍ به یې ترکومه روانه وي ؟

مظلوم افغانان له الله پرته بل هیڅ څوک نه لري چې دخپل مظلومیت عرض ورته وکړي !

هیڅ څوک نشته چې د محرومیت اوښکې ورپاکې او پرحال یې زړه وسوځوي !

نو ای د کائناتو مقتدر څښتنه !

دا خو ستا هغه غیرتي بنده ګان دي چې ستا پردین یې ډیر زحمتونه ګاللي !

الله ته خو یې نور په خپل رحمت سره له دې وحشته وژغوره !

خدایه! د خپلې خدايي په روی مو نور افغانستان د جګړو او فتنو په ځای د امن او سولې په کور بدل او ځوریدلي افغانان مو د شریعت ترسیوري لاندې د هوسا ژوند خاوندان کړه .

امین یارب العالمین!

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

آمین

محمدی
میلمه
محمدی

امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین امین… نور لوستل »

ابن شهید ين
میلمه
ابن شهید ين

اللهم امين يارب ….

Hekmatullah Samsoor
میلمه
Hekmatullah Samsoor

Amin

احمد
میلمه
احمد

بیړنی خبر : دهغه عملیاتو په لړکی چه تر ۲ هفتو زیات وخت کیږی په غزنی مقر کی رواندی نن بیاله سهار راءسته درنه جګړه روانه ده جه ددولت ګوډاګیان په ډیروبی رحمه بومانو او هوانونو کلی اوکورونه ولی چه تر ۱۰ډیری کلی اوس بار سوی لکه عزت کلا ، اټی خیل ،احمدخیل ،محمودجمبر ،انام خیل ،عباس کلا ،وغیره اوډیر ملکی خلګ يه شهیدان اوزخمیان کړی دی -افریل ۲۳-۱۵