افغانستان

اشرف غني په دوه ورځني سفر ایران ته روان شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت لومړی مشر اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر ایران ته روان شو.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د ګډ حکومت مشر د یوه پلاوي په ګډون د ایران پلازمېنې تهران ته روان شو، چې هلته به د ایران له ولسمشر ډاکټر حسن روحاني او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

له اشرف غني سره په دې سفر کې د ګډ حکومت د اجرايوي ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کانونو او پټرولیم وزیر داود شاه صبا، د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، د ماليې وزیر اکلیل حکیمي، په ارګ کې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې رییس عبدالسلام رحیمي او د ګډ حکومت د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي ملګري دي.

د ګډ حکومت د مشر ایران ته دا لومړی سفر ګڼل کېږي، چې پکې به له ایران سره د دواړو هېوادونو تر منځ د مرستو او همکارۍ یو تفاهم لیک هم لاسلیک شي، چې وړاندې يې اشرف غني په اړه ویلي و، چې د هېواد اقتصادي څرخ به په حرکت راولي.

که څه هم ایران ته د اشرف غني په دې سفر کې د ګډ حکومت د اجرايوي ریاست دویم مرستیال چې پر کلکې ایران پلوۍ تورن دی، هم ملګری دی، خو روښانه نه ده ، چې اجرايو رییس عبدالله عبدالله به د خپل مرستیال پر سفر بسنه وکړي او که به هغوی هم د معمول سره سم ایران یا بل هېواد ته سفر وکړي.

ایران چې له افغانستان سره په لویدیځ کې پراخه پوله لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند سیند د اوبو، په ایران کې د افغان مهاجرو د ځورونې او په دې هېواد کې د ایران له لوري پراخې فرهنګي لاسوهنې يې ناندريزې مسئلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x