نظــر

ګوتې مې خارښت کوي

لیکوال: مصطفی مستعان
لیکوال: مصطفی مستعان

لیکوال: مصطفی مستعان

د جلال آباد هغه ننۍ واقعه چې پکې ویل کیږي ۳۳ تنه شهیدان شول او تر ۵۰ ډیر پکې ټپیان شول یوه ډیره دردونکي واقعه ده. دا د نورو هغو دردونکو واقعو سره یو ځاۍ او په یو وخت په اتفاق ولیږي چې د افغان مسلمان ولس یې د زړه په وینو وژړول. د بلخ واقعه او بیا د بدخشان مرموزه واقعه چې ډیرې پوښتې لاځوابه پاتي شول، او بیا ورپسې دا.

چې فقط دا خاوره یوازې وینې څکي. د افغانستان غیورو خلکو د سولې د راتګ لپاره تر هرڅه تیر شول، امریکایان یې راوستل او د هغوۍ په راتګ یې مصلحت هم وکړ. خو څه وشول؟ سوله رانغله، وضعیت خراب، فقر خپل اوج ته ؤرسید، اپیم کوڅه په کوڅه، پټې په پټې بازار په بازار او د هر پولې پر غاړه مهیا او ؤڅکلې شول. په نر او ښځو مو تیرې وشولو، او بیا هر یو یې راته ؤوژل او ورپسې یې خبر تیر کړ چې طالبانو جرم په خپل غاړه واخیست.  پر ناموسونو مو تیرې وشولو، چا زما د خور، مور، ښځې او لور مخ نه ؤ کتلې دوۍ په نیمايي شپو پرې ننوتل او تالاشي یې کړل. او که د هغو بې ناموسیو قصې رښتیا وي بیا جنسې ډلییز تیري او … هم وشول.

ټول لکه چې نه مسلمان وي او لکه د جاپانیانو، فیلیپیانو او کوریایانو په هر تیري خوله ټپه، سترګې وړانده او غوږونه کاڼه واچول، چې چپ شه چې سوله راشي. خو د دښمن نه د سولې راوستل څه د هوښیارۍ کار دې؟ هم مو خاوره، هم عزت او هم مو غیرت ولاړلو، خو سوله رانغله. ځینې ساده ګان خو لا تر اوسه هم د هغو په خبرو باور کول جاري ساتلي او د هغوۍ په دفاع کې خپل پر ورونو خولې خلاصوي. یا خو د ډالرو لره، یا موقف او یا هم د هغه نفاق مرض کوم چې په زړونو کې یې موجونه وي.

خو حق، حق دې او باید ؤویل شي. د جلال آباد حادثه یوه عادي حادثه دې ؤنه ګڼل شي ځکه چې د نورو واقعاتو سره تړاو لري.

ویل کیږي چې یو وارې د کرزي سره د جنرال مککرسټل ورانه شوله او په کومې موضوع سره دواړه جوړ رانغلل، نو سړې په قهر شو او د ارګه ؤوت. څو شیبې وروسته خبر خپور شو، چې د هند په سفارت حمله وشوله او پکې ډیرې بې ګناه او بې وزلې افغانان چې پکې ماشومان هم ول ؤوژل شول.  د سفارتونو لخوا تمویلیدونکي تلویزیونونو وار په واره اعلان د انتحاري حملې وکړ. ما او تا هم ؤمنله. خو چې امنیتي کمرې ؤڅارل شول، نو بیامونتې شوه چې هیڅ په هیڅه، څه له هوا څخه راځي او په لګیدو سره یې انفجار ترسره کیږي او خلک شیهدان او ټپیان کیږي. او همدا یوه لاره وه چې امریکایانو پر افغان چارواکو فشار ترې راؤست.  هو تاسو به دا وایاست چې ولې دا خبره تر اوسه باهر نه وتله، خو په یاد ولرئ چې اوس هغه اجیران نور له وظیفې ګوښه شول نو له عقدې واقعیتونه وایي. ګوندې له دوۍ سره لا اوس هم ستا او زما غم نشته؟ ګومان نه کوم.

خیر چې بیرته و موضوع ته راشو. نړۍ کې تر ټولو ګټور کاروبار لمړې د مخدره توکو قاچاق دې او دویم د جګړې جاري ساتنه ده او بیا د تیلو کار و بار راځي. نو ځکه مونږ ټول پدې پوه یو چې امریکا پر افغانانو رقص مرده کول غواړي، او پر مونږ چپه او راسته لټونه وهي. دلته د هغوۍ ډیر منافع پراته دي. خپل پاتي کیدنه، د یورانیمو غلا، د اپیمو تجارت چې یوازې د افغانستانه څخه هر کال یو ټریلیون ډالرو ته یې ګټه رسي د سي آۍ اې له خوا کنټرولیږي، او د چین او روسیې ساحو ته د ناامنیو غځول هم چې د اصلي موخو څخه ده، خو سربیره پر دې که افغانان یوازې پریږدي، نو مونږ خو به د اسلام نړۍ سره ټوله یوه کړو، او په دویمه ورځ به نړیوال طاقت یو. خیر که زه او ته په خپل ځان د بې باورۍ په مرض اخته یو، خو دوۍ پرې ښه پوه دي. څه، د انګلیسي جنرال بیان مو هیر شو، چې ویل یې، مونږ د اسلام د مخنیوي لپاره افغانستان کې جنګیږو.
خیر خبرې ډیرې خو سر یې یو دې، او هغه دا چې د تبر لاستي مونږ په خپله یو. که مونږ ورته د پیښوریانو خبره ځان اړم کړې نه واۍ نو نن به مو دا ورځ نه وې.

غواړم د خپلو ګوتو خارښت د لاندې شعر په لیکلو ختم کړم، او هیله من یم چې که په چا اثر ؤغورځوي:

ګوتې مې خارښت کوي، لیکل غواړي
ژبه مې سوځي، حق ویل غواړي
د دغو سرو وینو دریاب چې روان
پرچغو چغو زړه ژړل غواړي

د چا به مخکې یو د کوره مړ شو
نن کشر مشر یې یو ځای قتل شو
هغه چې پوه ندې چې ولې وژنم
هم هغه پوه ندې چې ولې مړ شو

چې تقسیم ګر مو خپل ډښمن ټاکلې
خاورې پر سر کلي چمن راوړې
نو بیا خو بهیږي دا د وینو سیلاب
چې مو د وینو سوداګر راوړې

دا د تورسرو او د ښځو دښمن
د خپلو خویندو پر عزت دی تورن
راغلي پوځ کې د دښمن په قطار
چې زړونه یخ کړي مسلمان په دامن

مستعان چغو چغو وایی تاته
پریږده خپل ورور نه ټوپک ورشاته
ناموس خطر کې دې، دین او سر هم
پاڅیږه ځان دین او ایمان ؤساته

محمد مصطفی مستعان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x