
د ژوند ارزښتمنې شېبې له لاسه مه ورکوئ
له پنده ډکه کیسه – ژباړن : عطا محمد میاخېل
یو ځوان چې د مرګ په حال کې وو، ګوري چې عزرایل بکس په لاس ورته ولاړ دی .
عزرایل : د تللو وخت دی !
ځوان : دومره ژر ؟ ما ډېرې نقشې درلودې !
عزرایل : خواشینی یم ، د تګ وخت دی .
ځوان : په بکس کې دې څه دي ؟
عزرایل : ستا په اړه .
ځوان : زما په اړه ؟
یانې زما ټول څیزونه ، لکه : جامې ، پیسې او داسې نور …
عزرایل : هغه نور ستا مال نه ، بلکې د ځمکې مال دی .
ځوان : کورنۍ او دوستان مې ؟
عزرایل : نه ، هغوی موقتي وو .
ځوان : ښځه او زامن مې ؟
عزرایل : هغوی ستا په زړه ، پورې تړاو لري .
ځوان : په بکس کې حتماً زما بدن دی !
عزرایل : نه هغه په دوړو او خاورو پورې تړاو لري .
ځوان : په ډاډ سره ویلی شم ، چې زما روح دی !
عزرایل : نه تېروتی یې ، روح دې له خدای (ج) سره تړاو لري .
ځوان ، چې سترګې یې له اوښکې ډکې وې، په ډېرې وېرې د عزرایل له لاسونو څخه بکس را واخیست او وروسته له دې یې پرانیست، ګوري چې تش دی !
ځوان په ډېرې خواشینۍ سره وویل: ما هېڅ نه لرل .
عزرایل : سمه ده، ته د کوم څیز خاوند نه وې !
ځوان : ما څه لرل ؟
عزرایل : د ژوند ارزښتمنې شېبې ستا مال وو، هره شېبه چې تا ژوند وکړ، نو ستا له مال څخه شمېرل کېده، خو له بده مرغه، چې تا د ژوند ارزښتمنې شېبې له لاسه ورکړې.
ژوند یوازې شېبې دی، باید د شېبو په ارزښت پوه شو او له هغو شېبو څخه د آخرت له پاره پانګه برابره کړو، د آخرت پانګه نېک عملونه دي، چې په دنیا کې ترسره کېږي .
که چېرې په دنیا کې د نېک عملونو په ترسره کولو کې پاتې راشو، نو د یاد ځوان په څېر به مو د آخرت پانګه تشه توره وي او د هېڅ شي خاوندان به نه یو، هر مسلمان ته لازمه ده، چې د آخرت له پاره پانګه برابره کړي . الله (ج) دې د ټولو مسلمانانو د آخرت پانګه ډېره کړي .
میاخیل سیب سلام ښه کیسه دی لیکلی خو که ددی لږ وضاحت وکړی چه د روح تړاو له الله ج سره څنګه دی؟ بل دا چه هغه څه چه پدی کیسه کی عزرایل ع ته منسوب شوی دی په کوم صحیح حدیث که نه وی ذکر نو بیا به داسی شیان عزرایل ع ته منسوب وښودل شی چه هغه نه وی ویلی او کیدای شی پدی بیا سړی ګنهګار شی بله داده چه د انسانانو روحونو عزرایل ع پخپله نه قبضوی ځکه چه قران واضح ویلی دی د انسان روح هغه فرشتی اخلی چه ددی کار لپاره موظفی شویدی یعنی… نور لوستل »