
غزني او خوست کې دوه چاودنې شوي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د غزني او خوست په مرکزي ښارونو کې دوه چاودنې شوي دي. لومړۍ چاودنه غزني ښار کې پر پوليسو شوې ده.
د غزني ولايت وياند شفيق ننګ وايي، چې نن سهار شپږنېمې بجې «قلعه جوز» سيمه کې پوليس د يو ماين په خنثا کولو لګيا وو، چې ماين پرې وچاودېده.
د شفيق ننګ په وينا چاودنه کې يوازې يو پوليس وژل شوی او نور زيان يې نه دی اړولی.
د يو بل خبر له مخې نن سهار د خوست بازار پروژې پل سره هم يوه درنه چاودنه وشوه.
د پېښې يو عيني شاهد نن ټکی اسيا ته وويل، چاودنه د تېلو په پمپ کې د تېلو په ټانکر کې شوې او لامل يې تر اوسه نه دی معلوم.
د خوست ولايتي چارواکو تر اوسه د چاودنې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.