دیني، سیرت او تاریخ

شعر او شاعران دشریعت په رڼا کې:

writingداسلام دمبارك دين له ځانګړتياوو څخه يوه هم دهغه بشپړتوب او پوره والى دى, په دې مانا چې اسلام دانساني ژوند ټول اړخونه، غوښتنې، اړتیاوې او ازرښتونه په خورا ژوره او پوره توګه څېړلې، هيڅ داسې اړخ او برخه نشته چۍ داسلام مبارك دين دهغه په وړاندې لاس تر زنې او پټه خوله وي، بلكې د هر څه لپاره پكې ځاى شته، دهر څه  لپاره يې ځانګړې پولې او بريدونه ټاكلي او ښودلي.

دا چې ادب، بلاغت اوفصاحت دخلكو په ژوند کې په هر وخت او هر ځای كې يو اړخ او اړينه برخه ده، تر دې چې دنړئ په کچه دانسانانو ترمنځ دخبرو په ډګر کې دلوړوالي او غوره والي کچه او پیمانه بلل کېږي، له همدې کبله یې اسلام هم په اړه ښکاره او جوتې څرګندونې کړې، دښه او بد تر منځ یې توپېر کړی، پولې او بریدونه یې ورته ټاکلي، او تر ټولو دپام وړ دا چې درسول الله صلی الله علیه وسلم له راتلو نه مخکې او دهغه دراتلو په وخت کې دعربو تر منځ لویه سیالي په بلاغت او فصاحت کې روانه وه، شاعرانو او خطیبانو به یو له بل سره سیالئ کولې، ټبرونو او قومونو به شاعر او خطیب دځان لپاره ستر ویاړ ګڼلو، په کوم ټبر او قوم کې به چې شاعر او خطیب نه و هغه ته به ځان کم ښکارېدو، په همدغه وخت کې چې په عربو کې دبلاغت او فصاحت کچه خپل لوړ او وروستني پړاو ته رسېدلې وه الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم له داسې یو کتاب سره را ولېږلو چې ټول عرب یې هک او پک حیران کړل، کوم څه چې عربو ته بیخې نوي ښکارېدل، سره له دې چې توري او ټکي همغه وو کوم چې دوی به خبرې پرې کولې، مګر جوړښت او ترکیب یې بیا بل څه و! چې نه شعر و او نه خطبه!

داسلام مبارک دین له همغې ورځې نه د وینا غوره والي او پیاوړتیا ته – چې په اورېدونکو باندې یوه ځانګړې اغېزه کوي – په درنه سترګه کتلي، په دې اړه یو روایت دی، عن ابن عمر قال: قَدِمَ رَجُلانِ مِن المشرقِ فَخَطبا فعَجَبَ الناسُ لِبيانِهما ، فقالَ رَسولُ الله صَلَّى اللهُ عليهِ وسلَّم (( إنَّ مِن البيانِ لَسِحْراً ، أوْ إنَّ بَعْضَ البيانِ لَسِحرٌ  )   امام بخاري د عبد الله ابن عمر روايت راوړى، چې ویل یې: له ختيځ نه دوه كسان راغلل، خطبه يې وويله، خلك ددوى بلاغت او فصاحت ته په تعجب كې شول، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل: په رښتيا هم چې په ځينو خبرو كې دسحر او كوډو په څېر اغېزه وي.

همدا رنګه امام بخاري بل روایت رواړی، عن أبي بن كعب عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ( إنَّ مِن الشِّعرِ حِكْمَةً )    له ابی بن کعب رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل: ځيني شعرونه دحكمت ټوټې دي.

پاتې دې نه وي  چې ادب كه شعر دى او كه نثر د الله جل جلاله د نورو لورېينو او پېرزوينو په څېر يوه لوړه  لورينه او خورا لويه پېرزوينه ده چې دخپل حكمت له مخې ځينې ځينې بنده ګان پرې نازوي، او له همدې كبله ګورو په ټولنو كې شاعران او اديبان دګوتو په شمار وي، هر ځوك نشي كولاى شاعر او اديب شي، مګر دا چې الله جل جلاله ادبي ځواک او موهبه ور په برخه کړې وي، او دا بيا تر بنده پورې اړه لري چې دغه د الله جل جلاله لوي نعمت اوستره  لوریينه په څه ډول او د څه لپاره كاروي.

 شعر او ادب لا له پخوا نه په ټولنو كې د دښمنانو په وړاندې دتېرو تورو، او ددوستانو لپاره دخوږې او درنې ميلمستيا په څېر كارول شوى دى، كله چې پيغمبر عليه الصلاۀ والسلام مدينې منورې ته کډوال شو او دمكې له كفارو سره يې د جګړو ډګرونه تاوده شول، داسلام دښمنانو له تورو او غشیو سره سره يو ځاى د پيغمبر صلی الله علیه وسلم او پيروانو په وړاندې يې له ژبې نه هم ددوى په ځپلو كې كار اخيستل پيل كړل، هماغه و چې داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم خپل مبارك انصار ملګري دمشركينو هجا او بد ويلو ته را وبلل، هوكې دمشركينو بد ويلو ته يې را وبلل، په دې اړه داسې روایت راغلی:
 عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « اهْجُوا قُرَيْشًا فَإِنَّهُ أَشَدُّ عَلَيْهَا مِنْ رَشْقٍ بِالنَّبْلِ ». فَأَرْسَلَ إِلَى ابْنِ رَوَاحَةَ فَقَالَ « اهْجُهُمْ ». فَهَجَاهُمْ فَلَمْ يُرْضِ فَأَرْسَلَ إِلَى كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ ثُمَّ أَرْسَلَ إِلَى حَسَّانَ بْنِ ثَابِتٍ فَلَمَّا دَخَلَ عَلَيْهِ قَالَ حَسَّانُ قَدْ آنَ لَكُمْ أَنْ تُرْسِلُوا إِلَى هَذَا الأَسَدِ الضَّارِبِ بِذَنَبِهِ ثُمَّ أَدْلَعَ لِسَانَهُ فَجَعَلَ يُحَرِّكُهُ فَقَالَ وَالَّذِى بَعَثَكَ بِالْحَقِّ لأَفْرِيَنَّهُمْ بِلِسَانِى فَرْىَ الأَدِيمِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ تَعْجَلْ فَإِنَّ أَبَا بَكْرٍ أَعْلَمُ قُرَيْشٍ بِأَنْسَابِهَا – وَإِنَّ لِى فِيهِمْ نَسَبًا – حَتَّى يُلَخِّصَ لَكَ نَسَبِى ». فَأَتَاهُ حَسَّانُ ثُمَّ رَجَعَ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَدْ لَخَّصَ لِى نَسَبَكَ وَالَّذِى بَعَثَكَ بِالْحَقِّ لأَسُلَّنَّكَ مِنْهُمْ كَمَا تُسَلُّ الشَّعَرَةُ مِنَ الْعَجِينِ. قَالَتْ عَائِشَةُ فَسَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ لِحَسَّانَ « إِنَّ رُوحَ الْقُدُسِ لاَ يَزَالُ يُؤَيِّدُكَ مَا نَافَحْتَ عَنِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ». وَقَالَتْ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « هَجَاهُمْ حَسَّانُ فَشَفَى وَاشْتَفَى  “

عايشه رضي الله عنها وايي رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل: قريش په شعر سره بد وستایئ، ځكه چې دا دغشیو له ګوزار نه هم زياته اغېزه پر كوي، نو يې عبد الله بن رواحه ته څوك ولېږل، او ورته  ويې ويل چې: دقريشو هجا وكړه، هغه چې كله هجا وكړه دپيغمبر صلى الله عليه وسلم خوښه نه شوه، نو يې كعب بن مالك ته احوال ولېږلو، او بيا حسان بن ثابت ته، كله چې حسان بن ثابت راغی دخپل ځان په هكله يې داسې وويل: اوس ستاسو لپاره هغه وخت را ورسېد چې دغه غوسه شوي زمري ته حال ولېږۍ! – زمری چې کله غوسه شي په لکئ خپل یو اړخ او بل اړخ وهي، دده موخه دا وه چې زه غوسه شوی زمری یم، اوس به دقریشو کار وکوم – او بيا يې خپله ژبه را وايسته، اخوا ديخوا ته يې وخوځوله – دده ژبه ډېره اوږده وه تر دې چې دپزې تر څوکې پورې رسېدله – او پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته يې وويل: په هغه ذات مې دې قسم وي چې ته يې په رښتيا سره را لېږلى يې پخپله ژبه سره به يې داسې وڅېرم لكه پوست چې په چاړه څيرل كېږي، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: بيړه مه كوه، ابوبكر دقريشو په نسبونو خورا ښه پوهېږي، او زما نسب هم په دوى كې دى، هغه ته ورشه تر څو زما نسب درته څرګند کړي، حسان ابوبكر ته ورغى، بيا راغی او ويې ويل: اې رسول الله په رښتيا هم چې ابوبكر ستا نسب راته جوت کړ، په هغه ذات مې دې قسم وي چې ته يې په حقه را لېږلى يې، داسې به دې ترېنه را كاږم لكه وېښته چې له لندو اوړو څخه را كاږل كېږي، بي بي عايشه رضي الله عنها وايي:  بيا مې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واورېدل چې حسان ته يې ويل: جبريل عليه السلام تر هغه پورې ستا ملاتړ كوي تر څو چې ته دالله او رسول ننګه كوي، او دا مې هم ترېنه واورېدل چې ويل يې: حسان ددوى داسې هجا وكړه چې دمومنانو زړونه يې هم پرې يخ كړل اوخپل زړه یې هم.

په رښتيا هم همداسې ده او وه، ځكه چې حسان رضى الله عنه دجاهليت په زمانه كې وتلى نوميالى او پوخ شاعر و، شپېته کاله یې په جاهلیت کې تېر کړي وو او بیا وروسته یې شپېته کاله په اسلام کې تېر کړل، هغه ډېر ښه كولاى شول چې نښه نغده وولي! اوبيا كله چې ابو بكر رضى الله عنه د قریشو تاريخ او په هغه كې د هغوى ماتې او نورې كمۍ او نيمګړتياوې ورته په ګوته كړې دا نو هغه څه وو چې دده دشعرونو دغشو څوكې يې نورې هم تېرې او ددښمن نښې او موخې يې لا پسې ښې ورته څرګندې كړې.

 د ځینو خلكو تر منځ دا خبره خورا زياته ښکته پورته او وخت په وخت زمزمه كېږي چې اسلام دشعر او شاعرۍ نه بد مني، ځكه خو يې په قرآني آيتونو او احاديثو كې ورته بد ويلي دي، هوكې په قرآن كريم کې دشاعرانو په نامه په نولسمه پاره كې يو سورت هم شته، چې دالشعرآء په سورت يادېږي، ځكه چې دهمدې سورت په پاى كې دشاعرانو يادونه شوېده، الله جل جلاله ددغه سورت په  ۲۲۴، ۲۲۵، ۲۲۶، او ۲۲۷ آیتونو کې  داسې وايي: (وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ ) او دشاعرانو پيروي يوازې بې لارې او ورک لاري كوي ( أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ ) آیا ته نه ګورې چې دوى دخيال په هره دره كې سر ګردانه ګرځي را ګرځي ( وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُون ) او په رښتيا چې دوى هغه څه وايي چې كوي يې نه، یاني په خپلو شعرونو کې درواغ ډېر وايي، داسې څه وايي چې نه یې وي کړي، ( إِلَّا الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانْتَصَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ ) مګر نه هغه شاعران چې ايمان يې راوړى وي، نيك كارونه كوي، دالله جل جلاله ډېر  ذكر كوي، او پر دوی دشوي زیاتي بدله اخلي، او كومو كسانو چې زیاتی كړى زر به پوه شي چې کوم دورتګ ځای ته به ورګرځي!

دې څلورو آيتونو ته كه په غور سره ځير شو ګورو چې نوموړي مبارك آيتونه په دوه برخو ويشل شوي، لومړى درې آيتونه دشاعرانو بد وايي، څلورم او وروستنى آيت له دغه بدو څخه هغه شاعران بيلوي چې له مخكنيو سره توپير ولري.

 ددې مباركو آيتونو دشان نزول په هكله ابن كثير صيب چې دوتلو او نومياليو قرآن پوهانو او مفسرينو له ډلې څخه دى داسې مهرباني كوي: له ابو الحسن سالم البراد چې د تميم الداري مولى دى داسې روايت شوى: كله چې دا آيت را نازل شو ( والشعراء يتبعهم الغاوون ) نو حسان بن ثابت او عبد الله بن رواحه او كعب بن مالك رضى الله عنهم  رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ژړا راغلل، ويل يې چې: الله جل جلاله كله دا آيت را لېږلو نو په دې خو عالم و چې مونږ شاعران يو _ ګواكي مونږ هم په دې ډله كې يو _ نبي عليه السلام دا آيت ورته ولوست: ( الا الذين آمنوا وعملوا الصالحات… ) نه هغه شاعران چې ايمان يې راوړى وي، ښه او نيك كارونه كوي، او ويې ويل چې دا كسان تاسو ياست، ( وذكروا الله كثيرا ) او نه هغه كسان چې دالله جل جلاله زيات ذكر كوي، بيا يې وويل دا كسان تاسو ياست، ( وانتصروا من بعد ما ظلموا ) او نه هغه كسان چې پر دوی دشوي زیاتی بدله اخلي، بيا يي وويل چې دا كسان  تاسو ياست.

له دې روايت څخه دا خبره جوته را څرګندېږي چې هغه شاعران دالله جل جلاله او رسول صلى الله عليه وسلم په وړاندې بد دي كوم چې په خپل شعر كې په خلكو پسې بې ځايه بد او رد  وايې، پوچ او سپك پكې وايي، بد كاريو، بې حياييو بد اخلاقيو ته پكې بلنه كوي، داسلام او مسلمانانو پرې وړاندې ودرېږي، او دا په رښتيا هم چې په هره ټولنه كې رټل شوي خلك دي، دا كه شاعران وي كه نور څوك، مګر هغه شاعران او اديبان چې خپل شعر او ادب داسلام او مسلمانانو په چوپړ او خدمت كې کاروي، دحق ننګه پرې كوي، پر دښمنانو يې ګوزارونه كوي، نېكو اخلاقو ته پكې بلنه كوي، دخلكو دردونه، كړاوونه او ستونزې پكې انځوروي، دارنګه خلك كه شاعران وي كه بل څوک اسلام او  مسلمانان ورته په درنه سترګه ګوري ستاينه يې كوي، او په  آخرت كې هم الله جل جلاله ورته اجر وركوي.

امام ابن العربي په خپل کتاب احکام القرآن کې کله چې دشعر په اړه راغلي آیتونه تفسیروي وايي: ( قال الشافعي  حسنه كحسن الكلام ، وقبيحه كقبيحه ) امام شافعي ويلي: ښه يې دښو خبرو او بد یې دبدو خبرو په څېر دي، یاني خپله په شعر کې څه بدي نشته، که څوک دشعر په ژبه بدې خبرې وکوي نو بد شعر دی او که دشعر په ژبه ښې خبرې وکوي ښه شعر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x