ادبي لیکني

محترم غله! – طنزيه کیسه

لیکوال: حامد افغان

د چین په مانغیچو ښار کې د بانک پر بام ولاړو غلو د بانک پر کارکوونکو غږ کړ: د بانک شتمني د دولت ملکیت ده او ستاسو ژوند ستاسو ملکیت ده، ارام کښېنئ او خپل ژوند وژغورئ، د غلو منطق! د بانک کارمندانو قانع کړل او ټول د بانک پر غولي ارام وغځیدل، دې ته فکري بدلون ویلی شو یعني د غلو په مقابل کې د رواجي بغاوت پر خلاف د ځان سلامتیا خوندي کول.

غلو له خپل وس او مهارت سره سم بانک لوټ کړ، خپل ځای ته یې له پنډو ډالرو سره ځانونه ورسول، هلته یوه کشر غله چې په اداره او منجمنټ کې یې ماستري هم لرله د خپلي ډلي مشر پنځم پاس غله ته وویل: اوس باید دا ډالر وشمیرو چې څومره دي! مشر غله په غوسه ورته وویل: ما فکر کاوه ته به پوه او هوښیار یې ته خو ډېر کم عقل وختلې؟! دا دومره ډالر په ډېر وخت کې نه شو شمیرلی، او دومره تکلیف ته څه ضرورت، سهار وختي له بازاره یوه ورځپاڼه راواخله په هغه کې به زموږ د غلا تفصيلي معلومات خپاره شوي وي.

کله چې غله له بانک نه ولاړل، د بانک مشر د یوې څانګي مدیر ته وویل: هله ژر کوه پولیسو ته ټلیفون وکړه، هغه ورته وویل: بیړه نه ده په کار د غلا موضوع باید لومړی موږ په غور سره وڅيړو وروسته به پولیسو ته خبر ورکوو او د غلا په اړه به دقیق! تفصيلات ورسره شیر کوو، د بانک مشر وویل: موږ به نو څه غور پرې کوو؟ چالاک مدیر ورته وویل: موږ 70 ملیونه ډالر اختلاس کړي دي، 10 ملیونه ډالر به نور راواخلو نو دا به ټول 80 ملیونه ډالر شي. او کاش هره میاشت داسي بختور غله بانک ته راپېښیدلی.

سهار ګڼ شمیر ورځپاڼو ولیکل چې بيګا شپه له .. بانک نه 100 ملیونه ډالر غلا شوي دي، غلو چې د ورځپاڼو شمیره وليدله په وارخطايۍ سره یې د ډالرو په شميرلو پیل وکړ، له څو ځله شميرلو وروسته ډالر 20 ملیونه وو! او دلته د غلو مشر وویل: زموږ سپیره نصیبه! موږ د 20 ملیونه ډالرو له پاره سرونه له خطر سره مخامخ کړل او د بانک مشر 80 ملیونه ډالر څومره په اساني سره جيب ته کړل! .

باید پوهـه شو.. چې په غلا، شوکو او ډاکو کې ستونزي او خطرونه زښت زیات دي، زده کړه او تعلیم اصلي شی ده، او په ځانګړې توګه په سیاست کې زده کړه بیخي ګټوره ده، دومره ساده ګي او وحشت ته څه اړتیا چې د خلکو له جیبونو یا بانکونو په توره شپه او زور سره پیسې تروړې، زده کړه او تعلیم ترلاسه کړه، سیاست او ملکي ادارو ته ځان ورسوه، د بانکونو او ملت د بیت المال کنترول ترلاسه کړه، پخپله تبه د دې ړانده ولس مالونه وهه دوی به دي احترام هم کوي او زنداباد به هم درته وایي.نن سبا د وحشي غلو خوند نشته نن د محترمو غلو! زمانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x