
د ننگرهار وير!
غزل ژړا :عبدالصبور روفی
نن په چــــــغو چــــــغو ژاړي یوه خور
لــــوی الله نه امان غـــواړي د خپل کور
وی دا کـــومه کــــربلا ده چې یې ګورم
هـــرســـړی چیغې وهـــي په زوره زور
چې سیالي اوشــــریکـي نه یې و ویستله
دې ځانمــرګي سر په اوښکو کړه په شور
که خاوند زمـــــا ژوندۍ وی پروا نه وه
نن چــــې نشته را ته مــه کـــوئ پیغور
چې پوښتنه د ژوندون ور ځینې وکړي
وایي زړه مــــې شو له دې دنیاګـۍ تور
څوک چې داسې نا روا کړي ای صبوره
پري دې وژاړي دا خـپله خــــور او مور