
ننګرهاره
لیکوال: عاکف مهاجر
بیا په سرو وینو لړلی ننګرهار دی
بیا لویدلی د تنکو غمیو هار دی
ګل ځوانان مو بیا په سرو وینو لړلي
ژړولی هر وګړی کوم غدار دی
بیا سیلۍ د خزان ستا د کور میلمه شوې
چا وژلی دی د چم نوی بهار دی
خویندی وراری میندی بوری چا د لاسه
هر خوا غم ده هر یو کلی ناقرار دی
سپینې شونډې نارنج ګل سرې الوانی دی
بیا راغلی تور ماښام په سپین سهار دی
د عاکف د قلم څوکه هم سره ښکاري
هر خوا وینې هره خوا انګار انګار دی