شعـــــرونه

شعر – زین الله ساپی

شاعر زین الله ساپی – اسلامی نړیوال پوهنتون – اسلام اباد

دا د غمونو سلسله به کله ختمه شي نور

دا د دردونو سلسله به کله ختمه شي نور

دغه د وینو سیلابونه ګوره

دا د قتلونو قافله به کله ختمه شي نور

پر هری خوا باندی غمونه جوړ دی

پر هری خوا باندی ویرونه جوړ دی

د خوشحالی سلسله ختمه ده نور

پر هری خوا باندې خپره ده ویره

پر هری خوا باندی وحشت خپور شوی

دلته انسان ته د حیوان په سترګه هم نه ګوری

د حیوانیت ورباندی ختمه ده نور

د انسانیت سلسه ختمه ده نور

د انسانیت سلسله ختمه ده نور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x