ټولنیزه برخه

‏سوله‬

لیکوال: نصیب ځدران

د یوه ملګري سره روغتون ته تللی وم، سترګې یې لګ خرابې وي، نمبر مو واخیست او په انتظار کې کیناستو تر څو غږ وشو چې د عبدالواحد سره څوک دي؟ زمونږ نه مخکې چوکۍ کي ناست یوه ځوان لاس پورته کړو، د ډاکټر مرستیال یا منشي ورته راغئ ورته وی ویل چې عبدالواحد څوک ده؟ بل ځوان اشاره ورته وکړه چې دا عبدالواحد ده، په چوکۍ کې ناست یو ځوان چې ښایسته ږیره یي پر مخ وه، تورې چشمې یي اچولې وې او پر مخ یي تور داغونه جوړ وو، لکه باروتو چې سوځولی وي، لاس ته مې چې ورته وکتل د چپ لاس ګوتې یي هم داسې ښکاریدي چې پري وي او پټۍ ورباندي تړلې وه!!!!!!!!

د ډاکټر مرستیال وویل چې د عبدالواحد د معاینې نتیجه خو راغله او ډاکټر صیب وکتله او ډاکټر صیب وایي چې…
“مونږ ټولو د ډاکټر مرستیال ته ور وکتل.

عبدالواحد هم مخ ور واړوو او په چوکۍ کي لګ را کیناستو “ډاکټر صیب وایي چې د عبدالوحد دواړه سترګې له منځه تللي، او امکان نلري چې بینائی یي بیرته راشي، ما د نورو ډاکټرانو سره هم مشوره ورباندي وکړه خو ټولو همدغه ځواب راکړو چې نه روغیږي. دومره درسره کولی شم چې د سترګو صفایي دې وکړم او د دردونو دوایي به هم درکم نو درد به یي ختم شي”

د مرستیال خبر اوریدلو سره عبدالواحد په چوکۍ کي ړنګ شو تکیه یي ووهله او په سر یي لاس کیښود، د عبدالواحد د زړه نه به الله (ج) خبر وي چې څه به ورباندي تیر شوي وي خو زما زړه سخت ورباندي خفه شو چې څنګه په یوه ځوان سړي دا مصیبت راغی او دا پاتي ژوند به څنګه تیروي.!!!!!!!!!!! ورسره ملګري نه مې پوښتنه وکړه چې دا څنګه خوږ شوی؟ په غمجن غږ یي راته وویل ” چې مونږ د پکتیکا ولایت اوسیدونکی یو، عبدالواحد مې ورور ده درې شپې مخکې امریکایانو بمبار ورباندي کړی وو دواړه سترګې یي خوږ شويي وي د یوه لاس ګوتې یي هم پري دي نور بدن یي هم خوږ ده، یو د تره زوی مې هم ورسره وو هغه شهید شوی ده.

ډیر وخت تیر شو خو د عبدالواحد خفګان مې تر اوسه نه هیریږي!!!!!!! دا خو یو عبدالواحد وو چې د اسلام او وطن لپاره یی سترګې قربان کړې په زرګونو داسې ځوانان شته چې د شرعي نظام او خپلواک افغانستان لپاره یي د عبدالواحد غوندي او تر هغه سل چنده زیاتي قربانۍ ورکړي، د لاسو، پښو سترګو څخه محروم شول، په زرګونو هغه ځوانان هم شته چې د ځوانۍ قیمتي ساعتونه یي د انګریزانو په پنجرو کې تیر کړل، چې د افغانستان کلیو ته لاړ شئ په هدیرو کې به ډیر داسي قبرونه ووینۍ چې نوي جوړ شوي او سپین بیروغونه ورباندي رپیږي. دغو ځوانانو هم د یوه سپیڅلي هدف لپاره د ځمکې تل ځان ته خوښ کړو!!!!!!!!

او بیا داسي ټولګۍ هم شته چې د اسلام او وطن په عشق کې دومره مخکې لاړل چې مصنوعي عاشقانو مجنون، فرهاد او قیس د عشق کیسې ورته عاجزي شوي. هغوې د ځوانۍ او د ژوند ټول خوندونه وبښل او په ځانو پوری يې باروت وتړل د یرغلګرو په مرکزونو، موټرو او پیاده ګزمو یي استشهادي بریدونو وکړل، ټوټې ټوټې شول، د جسدونو غوښو او هډوکو یي هیڅ درک ونه لګیدو، د ډیرو قبرونه هم ورک دي.

کله هم چې د سولې خبر واروم نو زړه مې مطمئن وي چې ان شاءالله سوله به راځی خو داسي سوله چي د عبدالواحد غوندي ټولو ځوانانو هغه آرمانو او امیدونه به پکی پوره کیږي د کومو لپاره چې دوې خپل هر څه وبایلل خو امید یي ژوندی ده چې ان شاءالله زمونږ د وطن څخه به آخري یرغلګر هم وځي، د هغوې په لاس جوړ شوي قانون پر ځای به شرعي قانون نافذ کیږي، د ګوډاګي حکومت په ځای به یو خپلواک اسلامي حکومت راځي چې ظلم، رشوت، فساد، غلا او فحشا به نه وي پکي. د داسې سولې تل مونږ ارمان کړی او الله به یي راولي. ومن الله توفيق)

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمود

ګرانه وروره
سپینه کوتره چی دسولی سمبول ده دا یواندیوال راته وویل چی دکلیسا دپاپانو لخوامعرفی شویده بیا بشرحقوق جنجال وکړی چی کوتره په لاس کی په تکلیف کیزی نووروسته یی دسولی دسمبول لپاره پوکاڼی (بوغی) انتخاب کره.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close