افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: تر دې دمه څلور زره شپږسوه پنځوس غیرقانوني پاسپورتونه وېشل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، په تېرو څو کلونو کې ٤٦٥٠ غیرقانوني سیاسي پاسپورټونه وېشل شوي دي.

حکمت خلیل کرزي دغه څرګندونې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې کړې وې.

د ولسي جرګې غړي وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سیاسي پاسپورټونو کې ناغېړي کړې او سیاسي پاسپورټونه یې ډېری د چارواکو خپلوانو او زورواکو ته هم ورکړي دي، چې د بهرنیو چارو وزارت باید سیاسي پاسپورټونه نه وای ورکړی.

د ولسي جرګې د کورني او دفاعي امنیت کمېسیون غړی صالح محمد صالح وايي، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي پاسپورټونو په وېشنه کې غیرقانوني کړنې ترسره کړي دي او هغه چاته چې ورکړل شوي، هغوی ترې ناوړه ګټې پورته کړي دي.

صالح محمد صالح د بهرینو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې دغه ډول غیر قانوني سیاسي پاسپورټونه دې راټول کړي، تر څو په راتلونکي کې ځینې اشخاص ترې ناوړه ګټه پورته نه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج هم مني، چې په تېرو څو کلونو کې سیاسي پاسپورټونه په غیر قانوني ډول وېشل شوي او ځینو خلکو ترې ناوړه ګټه پورته کړې ده.

د سراج په خبره، تراوسه له ۴۰۰۰ زیات سیاسي پاسپورټونه په مستحقو کسانو وېشل شوي، خو د دوی په ډله کې داسې کسان هم شته، چې د اړیکو په زور یې سیاسي پاسپورټونه په غیر قانوني ډول ترلاسه کړي او ترلاسه کوونکي په دولت کې هېڅ ډول دنده نه لري.

سراج زیاتوي، د بهرنیو چارو وزارت په دې هڅه کې دی، چې دغه ډول سیاسي غیر قانوني پاسپورټونه راټول کړي او باطل به یې کړي.

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې سیاسي پاسپورټونه لوړ پوړو دولتي چارواکو ته ورکول کېږي او دغه ډول پاسپورټونه خپل امتیازات هم لري.

د افغانستان د قوانینو له مخې سیاسي پاسپورټ باید د ملي شورا غړو، د بهرنیو چارو وزارت ډېپلوماټانو، وزیرانو، د سترې محکمې غړو، د لویې څارنوالۍ کارکوونکو، والیانو، د وزارتونو مرستیالانو او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو ته ورکړل شي، خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تېرو ۱۴کلونو کې په زرګونه سیاسي پاسپورټونه غیر مستحقو کسانو ته ورکړل شوي دي او هغوی ترې ناوړه ګتې اخېستي دي.

د سیاسي پاسپورټ لرونکي اشخاص کولی شي، چې په نورو هېوادونو کې په لوړ امتیاز سره خپلې چارې پرمخ بوځي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اداري فساد کچه پکې لوړه ده او د اداري فساد له امله ډېری غیر قانوني کړنې پکې ترسره کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو په دې اړه څه نه دي ویلي، چې زیات پاسپورټونه د مخکني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې وېشل شوي او د که د ګډحکومت پر مهال وېشل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x