افغانستان

بلخ: د زورواکو ترمنځ نښتې پنځوس تنه ټپیان کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال بلخ ولایت کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپيان شوي دي.

د بلخ څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د دوو زورواکانو تر منځ د ۵۰۰ جریبه ځمکې د ملکیت پر سر چې ددغه ولایت مرکز مزارشریف ته څېرمه پرته ده، شخړه شوې.

د بلخ ولایتي شورا رییس محمد ابراهیم خیراندیش هم تایید کړې چې د بلخ ولایت دوه زورواکانو تر منځ د ۵۰۰ جریبه ځمکې د ملکیت پر سر شخړه شوې.

هغه ویلي چې د دواړو لورو شاوخوا ۳،۰۰۰ پلویان د تمانچو، چاقوانو، کولنګونو او تبرونو سره دغه لانجمنې دښتې کې راټول شوي دي.

خیراندیش له قوله تر دې مهال په شخړه کې ۵۰ کسان ټپیان شوي دي چې د ځېنو حالت نازک دی.

عیني شاهدان وايي چې دواړو لورو د سهار راهیسې وقفه وقفه شخړې کړې او دواړه لوري ددغې ځمکې د ملکیت دعوه کوي.

په شخړه کې ټپیان شوي کسان نېږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

پولیسو تر دې مهال د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x