ورزش

کریسټیانو رونالډو یو ځل بیا ځانګړی ریکاډ خپل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): کریسټیانو رونالډو د نړۍ پیژندل شوي لوبغاړي د هسپانيې د فوټبال په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې وتوانید د لوبو په پنځه فصلونو کې ۵۰ ګوله ترسره کړي.

د فوټبال دغه ستوري په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول د فوټبال لوبې ریکاډونه جوړوي او اوس د مالاګا شخصي لوبډلې په خلاف ګول وهلو سره په هسپانيي کې د فوټبال د تاریخ لومړنی لوبغاړی شو چې د لوبو په پنځو فصلونو کې يي ۵۰ ګوله ترسره کړی دا په داسې حال کې ده چې هسپانيي هیواد کې د لیونل میسي په شان لوبغاړی هم لوبیږي.

له دې وړاندې رونالډو ۴۹ ګوله ترسره کړی وو. نوموړی په لالیګا کې ۳۸ ګوله، چمپینز لیګ کې ۸ ګوله، اروپا سوپر کپ کې ۲ ګوله او کوپا دل ري کې یو ګول وهلی و چې تیرې ورځې لوبې کې يي د لوبې په ۹۲مه دقیقه کې ګول وهلو سره دغه ریکاډ پخپل نوم ثبت کړ.

کله چې رونالډ د ریال ماډرېډ لوبډلې ته راغی نو د لوبو لومړۍ فصل کې يي ۳۳ ګوله وهلی وو چې له هغې وروسته د لوبو هر فصل کې ۵۰ ګوله وهلي.

د رونالډو لپاره د ګول وهلو له نظره ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ز کال لوبې غوره لوبې وې ځکه چې نوموړی د لوبو دغه فصل کې ۶۰ ګوله ترسره کړی و.

رونالډو تر دې مهال ۱.۱۱ ګول وهلو اوسط لري یعني نوموړی توانیدلی هرې لوبې کې ۱.۱۱ ګوله ترسره کړي چې د ګول وهلو دغه اوسط يي په ۲۰۱۲ز کال کې ۱.۰۹ و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x