افغانستان

له پاکستان سره د ګډ حکومت نژدې کېدا پر نهیلۍ بدله شوې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر، اشرف غني او د نور جګ پوړي چارواکي د پاکستان څخه نهیلي شوي، او سبب یې دا ویل کیږي چې پاکستان نه دی توانیدلی چې له خپلو ژمنو سره سم طالبان د ګډ حکومت سره د مذاکراتو په میز کښينوي.

ګډ حکومت چې د افغانستان د سولي په تړاو یې ټول امید د پاکستان په حکومت تړلی وو، او مخامخ یې د طالبانو سره اړیکه ځکه ګټوره نه ګڼله، چې په باور یې پاکستان «هر څه کولای شوای». ویل کیږي چې له اوسنۍ نهیلۍ وروسته غني اوس هڅې پیل کړې چې د طالبانو له اصلي اړخونو سره د خبرو اترو په پار اړیکي ونیسي.

ویل کیږي چې د دې تر مخه اشرف غني د طالبانو سره مخامخ اړیکه ځکه نه نیوله، تر څو هغوی ته مشروعیت ورنه کړي، خو اوس داسې برېښي چې د غني په باور سعودي، چین او نه هم پاکستان د طالبانو په موقف کې بدلون راوستلای نه شي، نه هغوی د خپلو شروطو څخه اړولای شي، او نه یی هم د خبرو او مذاکراتو میز ته راوستلای سي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د سولې او له طالبانو سره د خبرو اترو د پیلېدا په باب له ولس سره ګڼې ژمنې کړې وې. د افغانستان ځینو سیاسي اړخونو له همدې امله په ټاکنو کې عبدالله عبدالله د ټیم پر ځای د غني ملاتړ وکړ.

د ګډحکومت له تشکیل سره سم، غني سعودي، چین او بیا پاکستان ته سفرونه وکړل. د اشرف غني او عبدالله عبدالله ګډحکومت پر دې باور و چې پاکستان کولای شي طالبان په زوره له ګډحکومت سره د خبرو اترو مېز ته «راکاږي». له همدې امله، غني د خپل حکومت په لومړیو کې پر یو لړ داسې کم سارې کړنو لاس پورې کړ، چې پخوانیو افغان حکومتونو یې په اړه مقاومت کړی و.

غني د پاکستان لپاره له هند څخه د وسلو اخیستلو تړون وځنډاوه، پاکستان ته یې په لومړي ځل د ملي اردو اووه تنه افسران د روزنې لپاره واستول، د پاکستاني طالبانو یو مخکښ مشر، لطیف الله محسود یې پاکستان ته وسپاره او پاکستان ته د سفر پر مهال، شخصاً د دغه هېواد د پوځ مرکز ته ولاړ. پاکستان پخوا هم له ولسمشر کرزي څخه غوښتي و چې دغه هېواد ته د ملي اردو افسران د روزنې لپاره واستوي؛ خو کرزي دا وړاندیز رد کړی و.

د غني دغو کړنو د هند حکومت هم له کابل څخه خوابدی کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته په دې پار امتیازونه ورکړل، چې ګومان یې کاوه پاکستان به دومره توانايي ولري چې طالبان د خبرو اترو مېز ته «راکاږي». که څه هم، طالبانو له درېو کلونو راهیسې په قطر کې سیاسي دفتر پرانیستی. د طالبانو مشر، ملا محمد عمر په خپلو ګڼو پیغامونو کې په ډاګه کړې ده چې د دوی یوازنی ادرس قطر دفتر دی.

د طالبانو قطر دفتر غواړي له افغان حکومت سره د خبرو اترو پر ځای له امریکایانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي. د طالبانو په باور، افغان حکومت لازمه خپلواکي نه لري چې د جګړې او سولې په څېر مسئلو کې دې خپل نظر ولري.

کله چې غني په بې ساري ډول پاکستان ته ورلنډ شو، ځینو سیاسي شنونکو یې دغه نژدې کېدا «بې حده خوشباوري» وګڼله. لیکوال او سیاسي شناند وحید مژده هغه مهال د غني نوی دریځ د پاکستان «یوه لوبه» وګڼله. ښاغلي مژده وویل: «زه فکر کوم چې دا د پاکستان یوه لوبه ده. په دې مانا چې پاکستان غواړي افغان حکومت ته وښيي چې طالبان زما په لاس کې دي او هر څه چې زه وغواړم هماغسې به کېږي». مژده د خپلو خبرو په دوام کې دا هم وویل چې: «ما چې له ځینو ملګرو سره خبرې وکړې چې له قطر دفتر سره نژدې دي او په قطر کې دي، هغوی وویل، چې دوی اصلاً خبر نه دي او چا ورسره له سره تماس نه دی نیولی چې موږ غواړو له تاسو سره خبرې وکړو. کله چې هغوی خبر نه وي، نو پاکستان څنګه خبر دی.»

د تېرې فبرورۍ په میاشت کې پاکستاني نظامي او استخباراتي چارواکو ګډحکومت ته دا ژمنه هم ورکړې وه چې د مارچ په لومړیو کې به له ګډحکومت سره د سولې خبرې اترې پیلېږي؛ خو اوس چې له مارچ څخه کابو دوې میاشتې تېرېږي، د سولې خبرو څرک لا هم نه لګېږي.

د غني حکومت داسې مهال د پاکستان له خبرو او ژمنو نهیلی کېږي، چې د پسرلي په رارسېدو سره افغان طالبانو وکولای شول چې یو ځل بیا یو لړ مهم هدفونه په نښه کړي.

طالبانو د پاکستان د ژمنو پر مهال هم د سولې خبرې «تشې ګنګوسې» بللې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x