افغانستان

ظاهر قدیر، میرویس یاسیني او حضرت علي له یوه بریده روغ وتلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د کابل – جلال اباد په لویه لاره د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي ظاهر قدیر د دوه نورو وکیلانو سره له یوه مرګوني بریده روغ وتلي.

د ولسي جرګې تلویزون هم د برید پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې د ولسي جرګې لومړی مرستیال عبدالظاهر قدیر له بریده روغ وتلی دی.

د راپورونو له مخې د ولسي جرګې وکیلان ظاهر قدیر، میرویس یاسیني او حضرت علي د جلال اباد د پېښې د څېړلو لپاره دغه ولایت ته روان وو چې په لاره کې د یوه کمین سره مخ شول .

د ولسي جرګې تلویزون د راپور له مخې په برید کې هېچا ته زیان نه دی رسېدلی او برید کوونکي له سیمې تښتیدلي دي.

د جلال اباد د تېرې ورځې په خونړیو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان شهیدان شول او تر ۱۲۵ زیات ټپیان شول.

د طالبانو په شمول د ګډ حکومت چارواکو او یو شمېر هېوادونو دغه پېښه په کله ټکو وغندله. د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

درنودوستانودرناوي.
داخبرمي په څوويبپاڼوكي حتي په فيس بوك كي هم ولوست چي دصليبيانودغونډي دري تنه دوسلوال بريده روغ وتلي دي داسي ښكروردرواغ ول چي دعقل خاوندته هيڅكله دمنلونه ده اوزماداند دهندي فلمونودپارټ يوه جوړه شوي فلمي نمايش ول ترڅودجلال ابادپه مظلومو ولس
دوچي احسان باركړي چي مونږستاسوپه غم كي ځانونه شريك گڼواصل كي خوهمدغه داړه مارانودجلال ابادهستي هرڅه لوټولي اواوس يي په هډوكوشخوندوهي دغوداړه مارانوكلونه كلونه د دغه مجاهداومظلوم ولس سترگو
ته شگي شيندلي اودهغودسترگوپه نه ديد كي يي ځانونه وپړسول خواوس افغان ولس خپل دوست اودښمن ښه پيژندلي اوداداړه ماران دي نوردتيرايستلواوملنډووهلوڅخه لاس واخلي .
په پښتني درنښت

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x