نړۍ

پانیتا: ډاکټر شکیل افریدي د اسامه په وژلو کې ستر رول لوبولی، امریکا د هغه په اړه اندښمنه ده

Dr-Shakeelنن ټکی آسیا: د امریکا وزیر دفاع لیون پانیټا په یوه تلویزوني مرکه کي ویلي چي دی په یقین سره وايي چي په پاکستان کې د اسامه په اړه د ځینو کسانو سره معلومات وه، خو دا نه سي ویلای چي هغه به څوک وه.
هغه وویل چي اسامه د ابیټ اباد په سیمه کې د فوځي مرکز سره نیژدې په یو لوړه ودانۍ کې پروت وو، خو دا هیڅ امکان نه لري چي فوځي مرکز ته نیژدې ددې ودانۍ په اړه دي یو چا پوښتنه نه وي کړې چي دلته څه روان دي.

هغه وویل چي د اسامه پر کور باندي په برید کې د پاکستاني چارواکو سره ځکه سلا او مشوره نه وسول، ځکه چي دوی ویره لرله چي د هغې وروسته به اسامه خبر کړه شي، او هغه به له دې ځایه وتښتي.
پانیتا د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چي دی د ډاکټر شکیل افریدي په اړه ډیر انديښمن دی، څوک چي دا وخت د پاکستاني چارواکو په بند کي پروت دی.
نومړي وویل چي ډاکټر شکیل د اسامه په وژنه کې ډیر ستر رول لوبولی وو، هغه د پولیو واکسین په بهانه د اسامه د کوچنیانو ډی ان اې ټیسټ وکړ، او هغه يې امریکا ته حواله کړ، چي د هغه وروسته امریکا ډاډمنه سول چي اسامه همدلته پټ دی.
پانیتا زیاته کړه چي ډاکټر شکیل وروسته د اسامه پر کور باندي د برید په اړه هم اړین معلومات د امریکا سره شریک کړه، چي له کبله يې دغه برید کامیابه او په بریالیتوب سره پای ته ورسید.
ډاکټر شکیل افریدی د پاکستان له خوا د غداری او خیانت په تور نیول شوی، او تر اوسه يې درک نه دی معلوم.
پانیتا وویل چي پاکستان ډیره غلطي کړې چي ډاکټر شکیل يې نیولی، ځکه چي هغه د ترهګری په ضد مرسته کړی، هغه پر ځای ددې چي ونیول شي باید را خوشي شي، او ښه ونازول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x