د ګلو هار؛ سور پرهار

دادمحمد ناوک
د رسنیو په تېره د خواله رسنیو په راتګ که مو اړیکې غوښتلې شوې، خو ورسره جوخت د بدۍ زېري هم ډېر ژر خپرېږي، دې رسنیو هر چاته بې له سانسوره د خبرې حق ورکړی، ځکه خو پکې هر څوک ځان جامع الکمالات معرفي کوي، د يوې پېښې له سیمې به سلګونه کیلومتره لرې وي، د پېښې په اړه به يې  « اوازې» اورېدلې وي خو پخپله خپرنیزه برخه کې به داسې درته لګيا وي لکه همدا اوس چې هم د پېښې په سیمه کې وي؛ د خواله رسنۍ ملګري خپل معلومات له نورو  هغو رسنیو را اخلي چې د هرې يوې، د طرحې، تمویل او ايډيالوژي جرړه له هېواده د باندې رسي، په نړیواله سطحه د هېوادونو په حیثیت لوړولو يا هم راپرځولو کې رسنیو کاري ګوزارونه کړي دي. اوس هم چې هېواد مو له سختو شرایطو په تېرېدو دی، رسنۍ د خپلې جرړې له مخې يوې پېښې ته خپله زوایه لري، چې د ملت په ګنګس کولو کې دیارلس کلن مهارت لري. په خواله رسنیو کې بیا ملګري له همدې رسنیو په ګټې د حقایقو یا هم قراینو له مطالعې پرته ځینې، عقدوي او ځينې په پټو سترګو د نورو تر اغېز لاندې خپلو بې سانسوره تبصرو ته کش ورکوي او غواړي په هره پېښه کې دین یا هم دین ته منسوب فعالان په ګوته کړي.

په ننګرهار کې پرونی خونړی بريد، رسنیو ګنګس را واخیست او نه هم په رسنیو چندان باور او تکیه په کار ده؛ لومړی يې چاودنه، وروسته د دوی په خبره ځانمرګی برید او وروسته يې د یوې رکشې په مټ چاودنه وبلله، دوی غواړي پېښه هغسې تعبیر کړي چې خپل مخالف پکې راښکېل کړي او ولس ته يې مخالف ذهنیت ورکړي؛ په هر حال دا یو خونړی برید او خورا بده پېښه ده، د دې پېښې عاملين بې د رسنیو له زهرجنو هڅو هم د ولس په وړاندې کوم موقف نه لري، څوک چې زموږ د سپیلني خرڅوونکي ماشوم هډوکي شيندي هغه کله هم موږ ته دوست نشي کېدای؛ خو وړاندې تر دې چې ټاپو ته کش ورکړو، ښه به وي حالاتو ته په کتو یا هم ورته حالاتو سره په پرتلې د داسې نورو پېښو د مخینوي په اړه فکر وشي. هېواد مو اوس داسې حال ته په ورننوتو دی چې بهرنیو یرغلګرو په بشپړه توګه ماتې خوړلې ده، دوی چې په هر قيمت وي ولس ته دا ور ښيي چې موږ په وتلو يې خو ستاسې به دا حال وي، د تېر جهاد له بريا وروسته د خپلي منځي شخړو او پاټکونو جنایات دومره زورور شول چې د جهاد عظمت يې تر سيوري لاندې راووست، اوس بيا هم په ګونډو یرغلګر دا هڅه کوي چې د افغانانو تر منځ خپل منځي دوښمني پیاوړي کړي، تر دې وړاندې هم په خوستتر هغه وړاندې په پکتیکا کې دغه ډول چاودنې وشوي، ګډوله حکومت له اوږدې چوپتیا وروسته ناڅاپه نارې کړي، په دې کې د فلاني – فلاني او فلاني لاس دی، دوی فکر کوي چې ولس د دوی په اندازه له عقله خالي دی، کله کله خو په پوره سپين سترګي لا دا جرئت هم وکړي چې دغه برید په فلاني ځای کې د فلاني له خوا طرحه شوی او دلته عملي شو، دوی انګيري چې له پېښې وروسته د پېښې جرړه – په دروغو یا رښتیا – څېړل د دوی مسوولیت دی بس خلاص؛ سړی حیران دې ته شي چې وه زوی مړې چې له دې خبر يې چې دغه برید فلاني او فلاني کړی او ان د طرحې ځای يې درته معلوم دی، نو دا دومره عسکر، دومره پیسې او ستا تر ټولو لویه تکیه – بهرني دوستان – دې څه شي ته ساتلي، ولې د ولس په سترګو کې خاورې ورشيندئ؟ هغه حکومت چې پخپله سیمه کې څوارلس کاله حاکمیت نه لري ولې ځان ته حکومت ووايي؟ د جلال اباد خونړی برید که کافر کړی، که مسلمان، که چاودنه ده که موټر بم، که يې طرحه داخلي ده او که بهرنۍ خو ټول مسوولیت يې د اشرف غني او عبدالله په غاړه دی، هغوی چې اشرف غني ته د پیغمبرۍ تر بریده قایل و اوس يې باید تر مرۍ ونیسي چې دغه بريد چا او ولې وکړ او نه یوازې د چا او ولې پوښتنې، بلکې د پېښې عاملین پیدا او ژر تر ژره محاکمه شي، که واک نه لرئ؟ که حاکميت نه لرئ؟ که قضا نه لرئ؟ که د پیسو یا زور په وړاندې د ټینګې نه یاست نو لطفاً ولس نور په وینو کې مه لمبوئ، د خپلو شومو موخو د تطبیق په موخه موږ مه استعمالوئ، د ولس د پام اړولو لپاره نورې لوبې تيارې کړي زموږ پلاستیک خرڅوونکی ماشوم ستا د لوبې قرباني ولې شي؟

اشرف غني سترګې پټې کړه، خپل ضمیر ته دې سر ښکته کړه:

مریم دې همداسې نیمه بربنډه، د عکاسۍ کمره په لاس د جلال اباد په برید کې ټوټه پرته ده، تا ته يې صرف ماته کمره په ګوتو درځي، نور يې سوځېدلی جسد د لیدو نه وي، په ایمان ووایه بیا به دې هم په بدخشان کې د ورېښم د لارې باټې ویستې!؟؟

تاسې کې د درد حس له بېخه ویستل شوی، تاسې زموږ د ټولو قاتلان یاست، تاسې د طالب، د اردو، د پولیس، د اربکي او ټولو عامو وګړو د وژنو مسوولین یاست، تاسې باید محاکمه شئ، تاسې باید له شرمه ومرئ، تاسې د دې وړ نه یاست چې د حکومت دارۍ دعوه وکړئ، تاسې او ستاسې بادار اوس موږ ته د نورو لوبو طرحې لري، موږ به لا هم د داسې ډېرو خونړیو بې عامله چاودنو شاهدان او قربانیان یو، موږ د عراق په پله روان یو، او تاسې روان کړي یو، ځکه چې تاسې ضمیر د جانکېرې په بوټو کې کېښود او هغوی د ولس د ځپلو بله لړۍ پیل کړه، تاسې د ګلو هار د هر پرهر مسوول یاست!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د