افغانستاننن په انځورونو کي

د جلال اباد په خونړیو چاودنو کې د شهیدانو جنازې واخېستل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په خونړیو چاودنو کې د شهید شوو کسانو جنازې واخېستل شوې.

پرون /شنبه، وري ۲۹مه/ د سهار شاوخوا اتو بجو د جلال اباد ښار ښاروالۍ او نوي کابلبانک ته څېرمه دوې غبرګې چاودنې وشوې. په چاودنو کې لږ تر لږه ۳۸ ولسي وګړي شهیدان او تر ۱۲۵ پورته ټپيان شول.

د شهیدانو جنازې نن یکشنبه د زرګونو کسانو په حضور کې په پلرنیو هدیرو کې خاورو ته وسپارل شوې.

د جلال اباد پرونۍ چاودنو په دغه ولایت کې ویره خپره کړې او په بازار کې د تېر په څېر ګڼه ګوڼه نشته دی او ځينو سیمو کې دکانونه لا هم تړلي دي.

دغه چاودنې د ګډ حکومت د چارواکو په شمول طالبانو، ملګرو ملتونو، امریکا،  پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو په کلکو ټکو وغندلې.

په عین حال کې د پرونیو چاودنو په تړاو په جلال اباد ښار کې سوله‌ییزې مظاهرې هم روانې دي. دوی ګډ حکومت په دې ګرموي چې د ولایتونو سره د مور میرې چلند کوي.

هغوی وايي چې د ګډ حکومت د ولسمشر د بدخشان پېښې ته هغه ولایت ته ولاړ، د پنجشیر په طبیعي پيښو کې یې ملي ماتم اعلان کړ او نن چې ننګرهار په وینو سور دی، ولسمشر ایران ته ولاړ. هغوی ویل: «ولې زموږ وینه ولسمشر ته ارزښت نه لري؟»

د ننګرهار خونړیو چاودنو په غبرګون کې ولسمشر غني د غندنې یوه اعلامیه خپره کړه او په سبا یې ګاونډي هېواد ایران ته ولاړ.

funeral nangarhar 6 funeral nangarhar51 funeral nangarhar 3 funeral nangarhar 2

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبادالرحمن قاضي زاده

افغانستان کې تر اوسه پورې قانون را نغې

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x