شعـــــرونه

د اوښکو سزا

اسدالله رزين
ماته اوښکو سزا راکړه چې راتوشوې
د یتیم درد مې په سترګو ولیده

وحشتونو له لیموپه زورجلاکړې
وې مجبورې کنه وزړه یې نه کیده

د غمونو قا فلې مخې ته راغلې
ستړو کسیو کې ویرونه ښکاریده

زړه نازړه په هغه سپیره مخ راکتار شوې
لکه زړه چې له کوګله بیلیده

په څپوڅپو لمنې ته ورتو شوې
سپېلنی و په سکروټه لوګېده

الوتلې بڼه وچ شنډان ؤپاته
د خونکارې شپې ټا لوکې ټالیده

د یتیم زړه له محبت سره بلد ؤ
ظالمانو ترې هغه وسوځا ؤ

تصور کې چې به هغه لورته ورتیرسو
د لمبو منځ کې به یې ځان هم ولیده

په نارو سورو به یې کلي راخبرشو
د یتیم بدن ټول اوښکولمبا ؤ

سرې لمبې وې اوښکو نه شوای سړولای
یتیم شمع ؤ لمبو کې لوبېده

وارخطا وم چی آسمان په غوسه نه شي
کائنا توهم حیران ورته کاته

دې معصومواوښکو ډیرې میلمنې کړي
په آهوآهو کې ځان ګوښه کاوه

د رزین هم د لیکلو وس تمام و
کتا بچه او قلم تری دواړه ولوېده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x