نادري ناولده

د هولیوډ مشهوره ایکټر (لیام نیسن) غواړي مسلمان شي

liam-neeson-islamنن ټکی آسیا: د هولیوډ مشهوره او نوموتی ایکټر لیام نیسن اراده لري چي د نصرانیت دین پریږدي او په اسلام مشرف شي.
هغه دا پریکړه وروسته تر هغه کړې کله چي نومړی د خپل د یوه فیلم جوړولو لپاره ترکیا ته سفر کړی وو.
نومړی وايي چي ما په ترکیا کې د مسلمانانو په څیر لمونځونه وکړل، او ما ډیر د سکون احساس وکړ.
هغه د امریکايي مجلې (the sun) سره په مرکه کي ویلي چي په ترکیه کې د فیلم جوړولو په وخت کې لمونځ دده عادت وګرځید،

او زیاته کړې چي پنځه وخته د لمانځه لپاره اذان په لومړی اونۍ کې دده کارونه لږ سره ګډ وډ کړه، خو وروسته دی په دې عادت شو، او د ولیدل چي دا ډیر او ډیر ښایسته او ښه دین دی.
نومړي ویلي چي دلته په ښار کې ۴۰۰۰ مسجدونه دي، او په هغوی کې ځیني ډیر ښایسته دي، او دا مادې ته را بولي چي مسلمان سم.
د امریکا د هولیوډ دغه ایکټر د نړی په سطحه یو د مشهور ترینو ایکټرانو څخه دی، د تیر کال د نړی په سطحه په یوه شمیرنه کې نومړي ته ۶۹وم نمبر ورکړه شوی وو.
هغه په ۲۰۱۱ کال کې د یونیسف له خوا د ښه نیت سفیر هم ټاکل شوی وو.
لیام نیسن چي اوس ۵۹ کاله عمر لري، په آیرلینډ کې پيدا شوی، او په ۱۹۹۰ کې امریکا ته ستون شوی، او دا وخت نومړی د امریکا په نیویارک ښار کې استوګن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x