نظــر

مات کړئ دغه په دین د دلیل انحصار مو مات کړئ!

عبدالرقیب رقیب
ته به وایې چې غم هم په دوی ده، درد او زخم هم د دوی دی، وژل شوي هم دوی دي، له کور او کلي هم دوی شړل شوي دي، زندانونه هم له دوی ډک دي، ماشومان هم د دوی یتیمان دي، تور سرې هم د دوی کونډي شوي دي، بمبارد هم په دوی دی، چاپه هم په دوی ده، په ډالرو هم دوی خرڅیږي!

اخر دا څه حال دی چې دوی جوړ کړی ده، هیواد یې په خپله پچه خیژولی دی لکه د دوی د پلار میراث چې وي موقت یې دوی خرڅوي، ابدي یې دوی خرڅوي، د نیکونو دښمنان مو دوی میلمانه کوي، اخر دا شرم او حیا یې څه شوه؟؟؟

موږ يوازې دین دلیل نیولی دی ته به وایې چې بل هیڅ منطق او انساني حق نه لرو، مات کړئ! دغه په دین د دلیل انحصار مات کړئ!

موږ هم د بشر برخه یو، د هیواد بچیان یو، انسانان یو.

له حکومته یې وشړولو نور دوی څه حق لري چې په توره شپه مو په کور راننوزي پت عزت مال او عیال مو لوټي، موږ وژني، کورونه رانړوي، له کلي او هېواده مو شړي او ځانونو ته د مظلومانو او رغونکو نومونه ډالۍ کوي؟

دوي چې د نورو مزدوري کوي افتخار یې بولي او موږ چې په وچ زور د نورو غیږو ته ورغورزوي د پردۍ پالني پیغور راکوي.

ډمو کراسي د ټول جهان د یرغل او تاړاک په زور راباندي تپي او بیا ژړا او فریاد هم له موږ مخکي دوی کوي.

راپاڅئ! جهان ته وښایاست چې هیواد مو چا وران کړ؟ چا تبا کړ؟ چا خرڅ کړ؟ د نړۍ د فساد اول نمبر ته چا ورساوه؟ قاچاک او رشوت چا رواج کړل؟ نشیې توکي چا عام کړل؟ د وژنو وسائل له چا سره دي؟ څوک یې ورکوي؟ د کوم هدف لپاره او په کوم شرط یې ورکوي؟؟؟

هېوادوالو ته په ډاګه کړئ! چې د نړۍ قرضونه څوک د هیواد په نوم راوړي؟ څوک يې د نړۍ هیوادونو ته انتقالوي؟ څوک يې په جیبونو کي اچوي؟ څوک د ځمکو غاصبین دي؟ “څوک د هیواد په غرونو کي د پنا حق نه لري”؟ او څوک د کابل په زړه کي په لسګونو اسمان څکي ماڼۍ لري؟ ولې يې لري؟ چا ورکړې؟ په څه يې ورکړې؟ دا د کوم باغ مولۍ وې؟؟؟

هېواد يې غصب کړ، تاریخ يې محو کړ، د اسلام احکام يې لغو کړل، کلتور يې غربي کړ، اوس غواړي چې د “ولس” نوم هم غصب کړي «خپل ځانونه ولس وبولي او نور خلک د سویانو نسل او د ترخې له بیخه وګڼي».

مدرسې يې وسوځولې بندې يې کړې، استاذان يې شهیدان کړل، محصلین يې تهدید کړل زنداني يې کړل، اوس څو ډمان د تعلیم په نوم نڅوي او د نورو وژلو ته جواز ورکوي.

لکه څنګه چې مادیات غصب کیږي هغسي معنویات او عنوانات هم غصب کیداي شي مه پریږدئ چې نور د سولي او امن نوم رانه غصب کړي، مه پریږدئ چې انسانیت او بشریت رانه غصب کړي!!!

نړۍ ته د عمل ترڅنګ د لیکنو او خپرونو په مټ هم روښانه کړئ چې بشریت څوک تبا کوي او څوک نجات ورکوي؟؟؟ څوک يې د وژلو لپاره کیمیاوي بمونه جوړوي؟ د خلکو د غلامولو هڅي کوي او څوک يوازې د ارام ژوند تیرولو غوښتنه کوي او د امن درس ورکوي؟؟؟

هېوادوالو ته جوته کړئ! چې دلته د نړئ د جابرو او مستبدو هیوادونو ډالر راروان دي ولې؟ د څه لپاره د کوم تړون له مخي له موږ يې بدل څه غواړي؟ په څه مصرفیږي؟ څوک لاپي پرې وهي او د څه لاپي وهي؟
دلته چې هرڅه راغلي زموږ د سر په سودا راغلي او زموږ د سر ماتولو لپاره کاریږي.

د دې خاوري تل يې په نورو خرڅ کړ. د خاوري سر يې په کنډوالو بدل کړ، خپل زامن او لوڼې يې لوڅي لپړې د خرمستۍ او سرمستۍ لپاره غرب ته ولیږلې او بیا يې د ناقوس له لاري غږ کړل چې «ولسه په غم دي غمجن یو!!!»

دا تور مخي رسوا کړئ! ولس ته يې بربنډ کړئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدي

حق او حقیقت دې ووایه ، رب العزت دې اجر درکړی! یوه لا دا چې په ملکی ځایونو کې بمونه هم دوی یا د دوی ملګرې ږدي او پر قربانیانو یې هم دوی او د دوی ملګرې ژاړي!

الحاج استاذ بیانزی

نوره لیکنه خو سمه ، مګر دغه عنوان یی راته ناسمه معلومیږی که لږه تشریح ورکړی ( مات کړئ دغه په دین د دلیل انحصار مو مات کړئ! یعنی څه؟ ) ، که ستا مطلب دا وی چه هر دلیل په دین پوری مه تړی ، دا غیر اسلامی ده ، دلایل په دوه ډوله دی عقلی او نقلی ، نقلی د ایات او قران څخه رااخستل شوی ، که د کومی موضع په اړه صریح ایتونه او احادیث نه وی بیا مجتهدینو او یا عقلی دلایلو ته مراجعه کولی شو ( یعنی بیا هم دین مخکی او عقل ورپسی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x