
مدیترانې سمندر کې د کښتۍ له ډوبېدو د ۷۰۰ کسانو د وژل کېدو ویره ده
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د ایټاليې چارواکي وايي چې د مدیترانې په سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو له کبله د ۷۰۰ کسانو د وژل کېدو ویره ده.
ایټالوي چارواکي وايي چې په کښتۍ کې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کسانو کډوال ناست و چې بېګا شپه د ایټالوي جزیرې لمپيدوسا کې ډوبه شوه.
راپور زیاتوي چې تر دې دمه یې ۲۴ جسدونه ویستي او ۲۸ کسان یې ژغورلي دي.
د ايټاليا بحري ځواکونو ویاند وايي چې د ماهیانو د نیولو لپاره استعمالیدونکي دغه کښتۍ د لیبیا د ساحل په ۲۷ کیلومترۍ او د ایټاليې د ساحل څخه ۲۱۰ کیلومتره لرې ډوبه شوې.
داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې کښتۍ هغه مهال ډوبه شوه چې یو تجارتي بېړۍ د لیدلو سره دغه کډوال ټول یو لوري ته راټول شول چې له کبله د کښتۍ توازن خراب او چپه شوه.
د مالټا هېواد لومړي وزیر جوزف مسکات ویلي چې د کښتۍ ډوبېدو له کبله ډيری مسافر وژل شوي دي.
د لیبیا په سمندري حدودو کې د ایټالیې او مالټا هېوادونه د ژغورنې عملیات کوي.
پپه تېرو دوو اونيو کې د ايټاليا بحري ځواکونو ۱۰۰۰۰ هغه کډوال ژغورلي دي چې د مدیترانې د سمندر څخه اروپا ته تيریدل.