افغانستان

کونړ: د محاصره عسکرو د خلاصون هڅې لا هم ناکامې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت له لوري د کونړ په ځینو ولسوالیو کې د محاصره عسکرو د خلاصون په موخه عملیات پیل شوي، چې د درېیمې ورځې په تېرېدو لا هم کومې پایلې نه لري.

د کونړ ولایت په دانګام، مروره او سرکاڼو کې لسګونه سرحدي عسکر له څو میاشتې راهیسې د طالبانو له لوري پخپلو پوستو کې محاصره دي چې د دوی په خبره د پوستې په انګړ کې هم ډاډه نه شي ګرځيدلی.

د کونړ ولایت سرپرست والي شجاع الملک جلاله وايي چې دوی نن درېیمه ده چې د سرکاڼو ولسوالي په ناوپاس سیمه کې د محاصره عسکرو د خلاصون په تمه عملیات پیل کړي، خو په خبره يې بريالي شوي نه دي.

په سرکاڼو کې ولسي وګړي د هېواد د نورو سیمو د وګړو په څېر د دولت له لوري دغه عملیات د ولس ځپل بولي او وايي چې دولتي ځواکونو ته ښه معلومات شته چې طالبان له کوم ځای نه په پوستو حاکم دي او ډزې پرې کوي، خو د دې پر ځای چې د طالبانو د سنګرونو په لوري ورشي په ولسي وګړو کې پلټنې کوي او په یو بل نامه يې وهي او ان له ځانو سره زنداني کوي.

د دې سیمې اوسېدونکی حاجي عبدالروف چې په دوکانداري بوخت دی وايي چې دولتي عسکرو د عملیاتو په نامه له تېرو دریو ورځو راهیسې د دوی دوکانونه بند کړي، په سیمه کې خلک ډاډه تګ راتګ نه شي کولای او ولسي وګړي د طالب د همکار په تور ځورول کېږي.

د کونړ والي وايي چې تر اوسه يې شپږ طالبان له منځه وړي او په خبره يې د محاصره عسکرو لپاره به لا هم هڅې وکړي.

څو ورځې وړاندې په کونړ کې محاصره عسکرو له رسنیو سره د نوم نه ښودو په شرط اړیکي ونیول او ويې ویل چې دوی له څو میاشتو راهیسې محاصره دي، چې نه يې سیمه ییز او نه هم مرکزي حکومت غم خوري.

طالبانو هم منلې ده، چې د دوی د ملګرو له لوري لسګونه عسکر تر محاصر لاندې دي چې په سیمه کې هیڅ ډول فعالیت نه شي کولی.

دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو پر وړاندې د سږنۍ جګړې بشپړ مسوولیت افغان عسکرو په غاړه اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x