افغانستان

افغان حاجیان به په زړو الوتکو کې سفر نه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د راتلونکي حج په مهال افغان حاجیان له يوې نوې او جدي ستونزې سره مخ کېدونکي دي، چې ښايي ګډ حکومت يې په وخت د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.

سعودي عربستان تر دې وړاندې هم ویلي و، چې تر ۲۵ کاله ډېرو زړو الوتکو ته به د حج په مراسمو کې دې هېواد ته د حاجیانو د لېږد اجازه ورنه کړل شي، که څه هم له افغانستانه ځينې الوتکي تر دې اندازې له زیات زړښت سره سره سعودي حکومت په استثنايي ډول پرېښودلې.

په افغانستان کې ټولې هغه الوتکې چې سعودي عربستان د حاجیانو د لېږد قانوني واک لري، تر ۲۵ کاله ډېرې زړې دي، چې ښايي د راتلونکو حاجیانو لپاره له ستونزو خالي نه وي.

ویل کېږي تر دې وړاندې هم افغان حکومت له سعودي سره د خبرو پر مټ خپلې زړې الوتکې د حاجیانو د لېږد لپاره منلې وي، خو سږ کال که څه هم خبرې شوې دي خو د سعودي عربستان له لوري ډاډ نه دی تر لاسه شوی.

افغان حکومت د حاجیانو د لېږد لپاره اړ دی چې يا نوې الوتکې واخلي یا يې هم اجاره کړي، چې د هېواد اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو ښايي دغه ستونزه هم بشپړه حل نه شي.

په هېواد کې د اریانا دولتي هوايي شرکت سربېره د پامیر، کام ایر او صافی ایر په نامه خصوصي هوايي شرکتونه هم شته، چې يو يې هم نوې الوتکې نه لري.

د اریانا هوايي شرکت مشر ويلي چې که حکومت د نويو الوتکو د اخیستلو اجازه ورکړي، دوی تيار دي چې نوې الوتکي رانیسي.

تر دې وړاندې هم افغان حاجیانو د لېږد په برخه کې پرلپسې شکایتونه کړي دي، چې د دوی په خبره په تګ او راتګ کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ګډ حکومت له راتګ سره جوخت هېواد په اقتصادي وضعیت کې مخ پر ځوړ روان دی، چې د بودیجې د کمښت له امله سږنۍ پارلماني ټاکنې هم راتلونکي کال ته وځنډول شوې.

تر اوسه معلومه نه ده چې ګډ حکومت به د حاجیانو د لېږد د دې ستونزې په اړه څه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x