ورزش

ای پي ایل: چینای د راجستان په وړاندې سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۱۵مه لوبه د چینای سوپر کینګ او راجستان رویالز لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې دغې لوبې کې چینای په اته ویکټو ماتې وخوړه.

چینای لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. دغې لوبډلې د براوو غوره توپ وهنې په مرسته په ټاکل شوي ۲۰ اورونو کې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې سمیت په ۲۹ توپونو د درې څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې. براوو په ۳۶ توپونو د اته څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۲ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د راجستان لوبډلې لپاره انکیت شرما، مورېس، ټامبې او فالکنر یوه یوه ویکټه واخیسته. نننۍ لوبې کې مورېس تر ټولو لږې او هوډا تر ټولو زیاتې منډې ورکړې.

مورېس خپل ۴ اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې خو هوډا خپل ۲ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې.

راجستان وتوانید د واټسن او رهانې چټکه او پیاوړی توپ وهنې په مرسته د چینای لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړي او یوه ستره بریا خپل کړي.

راجستان رویالز لوبډلې په ۱۸.۲ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ټاکل شوی هدف پوره او سیالې لوبډلې ته يي په اته ویکټو ماتې ورکړه.

دغې لوبې کې د راجستان لوبډلې لپاره واټسن په ۴۷ توپونو د شپږ څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۷۳ منډې جوړې کړې او د جدیجا په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

رهانې هم نننۍ لوبې کې غوره او پیاوړی توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه. نوموړی په ۵۵ توپونو د شپږ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۷۶ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د چینای توپ اچوونکي د واټسن او رهانې غوره توپ وهنې په وړاندې پاتې راغلل خو بیا هم جدیجا او براوو یوه یوه ویکټې اخیستلو سره نسبت نورو توپ اچوونکو ته ښه وځلیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x