افغانستان

لښکرګاه کې اولې امنيتي حوزې ته سرتيري بريدګر ننوتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه کې اولې امنيتي حوزې ته سرتيري بريدګر ننوتي او پر امنيتي ځواکونو يې  د سپکو ا ودرنو وسلو ډزې پيل کړي دي.

د اولې حوزې آمر رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نن ماښام اووه بجې يو شمېر بريدګر د پوليسو حوزې ته ننوتي او جګړه روانه ده.

ځايي خلک وايي، چې د سپکو او درنو ډزو اوازونه اوري او د يوې درنې چاودنې غږ يې هم واوريد.

امنيتي سرچينې وايي، چې بريدګر پنځه تنه وو او د اربکيانو يونيفورم يې پر تن و.

راپورونه وايي، چې اوس اته نيمې بجې هم  د دواړو لوريو له خوا  د ډزو اوازونه اورېدل کيږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x