ورزش

کرکټ ملي لوبډلې کپتان محمد نبي استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د کرکټ ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د محمد نبي د فیسبوک پر رسمي پاڼه د هغه استعفا لیک خپور شوی او کرکټ بورډ یې تایید کړی دی. په استعفا لیک کې ویل شوي په وروستیو سیالیو کې ښه نه دی لوبیدلی او له همدې کبله استعفا ورکوي.

نبي د کرکټ بورډ د مشر څخه غوښتلي چې استعفا یې ومني.

هغه ویلي چې د تېرو ۲ کلونو راهیسې د کرکټ ملي لوبډلې کپتان و او په دغه موده کې یې تر خپلې وسې کوښښ کړی چې لوبډلې ته بریاوې راوړي.

نبي عیسی خیل زیاته کړې چې دی به د نورو لوبغاړو په څېر لوبې ته دوام ورکوي او خپلې تجربې به له نوي کپتان سره شریکوي.

هغه له لوبغاړو او د کرکټ بورډ له ادارې مننه کړې چې په دغه موده کې يې دده ملاتړ کړی دی.

په عین حال کې د کرکټ بورډ ادارې د نبي عیسی خیل استعفا تایید کړې ده.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ویلي چې نوموړی به سبا د کرکټ بورډ په کنفرانس هال کې سبا سهار لس بجې په یوې خبري ناسته کې خپله استعفا ورکړي.

کرکټ بورډ ادارې لا تر دې دمه د نوي لوبډلمشر په اړه څه نه دي ویلي خو داسې اوازې خپرې شوي چې اصغر ستانکزی به د کرکټ ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x