ورزش

پاکستان بیا هم له بنګله دیش څخه شرموونکی ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): نن د بنګله دیش او پاکستان ملي لوبډلو تر منځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې دغه لوبه کې پاکستان له بنګله دیش څخه سخته او شرموونکی ماتې وخوړه.

پاکستاني لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. پاکستان ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۹ منډې جوړې کړې.

د پاکستاني لوبډلې لپاره سعد نسیم او وهاب ریاض غوره توپ وهنه وکړه. سعد نسیم په ۹۶ توپونو د شپږ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۷ او وهاب ریاض په ۴۰ توپونو د پنځه څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۵۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د بنګله دیش لپاره شکیب الحسن تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. شکیب الحسن خپل ۱۰ اورونو کې ۵۱ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

په ځوابي توپ وهنه کې بنګله دیش غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه. بنګله دیش ۳۸.۱ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۰ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يي په ۷ ویکټو شرموونکی ماتې ورکړه.

بنګله دیش لپاره تمیم اقبال تر ټولو غوره او پیاوړی توپ وهنه وکړه. تمیم اقبال په ۱۱۶ توپونو د ۱۷ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۱۶ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

نننۍ لوبه کې مشفق الرحیم هم به ۷۰ توپونو د اته څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۵ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره توپ وهنې په برخه کې جنید خان، راحت علي او سعید اجمل یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x