ورزش

ای پي ایل: بنګلور د ممبۍ په وړاندې په ۱۸ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۱۶مه لوبه د ممبۍ انډینیز او رویال چیلینجر بنګلور لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې ممبۍ انډینیز د رویال چیلینجر بنګلور لوبډلې ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.

رویال چیلینجر بنګلور د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه چې د ممبۍ لوبډلې دغه پریکړه غلطه ثابته کړه.

ممبۍ لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۲۱۰ منډو ستر هدف وټاکه.

د ممبۍ لوبډلې لپاره سایمسنس په ۴۴ توپونو د ۹ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۵۹ او چند په ۳۷ توپونو د ۸ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۵۸ منډې جوړې کړې.

دغې لوبډلې لپاره شرما تر ټولو چټکه توپ وهنه وکړه. شرما په ۱۵ توپونو د درې څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې.

د بنګلور لوبډلې دوه توپ اچوونکي وییس او چهل غوره توپ اچونه وکړه. وییس خپل ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکولو سره ۴ ویکټې او چهل خپل ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکولو سره ۲ ویکټې واخیستې.

د بنګلور لوبډلې توپ وهنې پیل د کرېس ګېل له ورو توپ وهنې سره وشو او د لوبې په پیل کې خپل تکړه لوبغاړي له لاسه ورکړ. د ډي ویلییرز چټکې توپ وهنې هم د بنګلور لوبډلې له ماتې ونشو ژغورلی.

نننۍ لوبې کې ډي ویلییرز یو ځل بیا د چټکې توپ وهنې غوره مثال وړاندې کړ. ډي ویلییرز په ۱۱ توپونو د پنځه څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې چې وروسته بیا د پولارډ په بال خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

وییس د بنګلور لوبډلې لپاره په ۲۵ توپونو د شپږ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۴۷ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

بنګلور لوبډلې ټاکل شوي ۲۰ اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۱ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۸ منډو په توپیر د ممبۍ په ګټه وبایلله.

دغه لوبه کې کرېس ګېل د بنګلور لوبډلې لپاره ښه لوبه ونکړه. کرېس ګېل دغې لوبې کې په ۲۴ توپونو یوازې ۱۰ منډې جوړې کړې او د هربجن سینګ په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د ممبۍ لوبډلې لپاره هربجن درې ویکټې اخیستلو سره تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. هربجن خپل ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx