افغانستان

په افغانستان کي شخصي زندان جوړونکی په ایډز اخته امریکاي مړ سو

jonatan-jeckد نیویارک ټیمز د ورځپاڼی د راپور پر اساس هغه چا چه په افغانستان کی د افغانانو د زورولو او شکنجه کولو په خاطر په افغانستان کی شخصی زندان جوړ کړی وو ومړ.
جوناتن (جک) ایدیما هغه څوک وو چه په ۲۰۰۱ میلادی کال را په دیخوا یی په درواغو د امریکی د فوځ تر نامه لاندی په کابل کی شخصی زندان جوړ کړی وو. ده به افغانان د سرکونو او بازار څخه اختطافول او بلاخره په مختلفو ډولونو به یی شکنجه کول.

دده د شکنجو د ډول څخه یو ډول دا هم وو چه د سړی بربنډول، بیا سرچپه ځورندول او بیا پری ګرمی سری اوبه اړول وو.
ادیما به د خلکو د ګیرو په اوږدوالی او په لباس تر خپل حملی لاندی نیول او په کابل او افغانستان کی به یی په دورانی ډول خلک په نښه کول.
ایدیما د افغانستان د یوی محکمی پواسطه تر شلو کلونو پوری په بند محکوم شوی وو، مګر په ۲۰۰۷ کال کی د ولسمشر کرزی لخوا د عمومی عفوی په لړ کی له بنده آذاد کړل شو.
ادیما په ایډز اخته او په مختلفو جرمونو مرتکب انسلن وو چه تیره هفته په مکسیکو کی د ور اخته شوی ایډز د مهلکه وایرس له وجی د ۵۵ کلونو په عمر ومړ.
د ادیما پخوانۍ ملګری پینی الیسا دعوه درلوده چه ادیما قصدآ هغه او نورو انجونو ته د ایچ آی وي (ایډز) وایرس انتقال کړی دی.
ښه شوه چه نړۍ د دا شان ناولی انسان څخه پاکه شوه او اوس به د خپلو کړنو سزا ووینی او دا خبر ټولو افغانانو او خصوصآ هغه کسانو ته یو ښه خبر دی چه دغه ناولي په افغانستان کی زورولي دي.

انجنیر سید احمد شاه سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x