نړۍ

«اسلامي دولت» د جزيې نه ورکولو په جرم ۳۰ مسیحیان وژلي – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د اسلامي دولت ډلې نن په انترنیتي وېبپاڼو نوې ویډیو خپره کړې چې په کې د جزیې احکام، د اسلامي دولت تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د مېشتو مسیحیانو ژوند او د هغو مسیحیانو وژنه ښودل شوې چې د «جزیې» ورکولو څخه یې انکار کړی.

دغه ويډیو د اسلامي دولت اړوند د الفرقان سټوډیو د «حتی تأتیهم البینة» تر عنوان لاندې خپره کړې.

د ویډیو په پیل کې د مسیحیانو په تاریخ، تحریف شوو انجیلونو، د مسحیانو دننه ډلې او د جزیې په احکامو غږیدلي دي.

په ویډیو کې همدا راز د اسلامي دولت یو مفتي وايي چې مسلمانانو د جزيې یا اسلامي مالیې نظام شاته غورځولی خو دوی «اسلامي دولت» بېرته دا نظام راژوندی کړ.

هغه وايي چې دوی د اسلامي احکامو سره سم د خپلې واکمنۍ لاندې سیمو کې مسیحیانو ته لومړی د اسلام راوړلو دعوت ورکړی خو هغوی چې د اسلام راوړلو څخه انکاري شوي نو د جزيې ورکولو وړاندیز یې ورته کړی دی خو څوک چې د جزیې د ورکولو څخه انکاري شوي او جګړې ته یې تیاری ښودلی نو د دوی لخوا ورسره جګړه شوې.

په ویډيو کې ځينو مسیحیانو سره مرکې هم شوي. هغوی په دې اعتراف کوي چې اسلامي دولت ورته لومړی د اسلام راوړلو دعوت ورکړ، خو دوی يې دغه دعوت ونه منلو وروسته ورته د جزيې وویل شول او دوی دغه جزیه پر ځان ومنله.

دوی وايي چې اسلامي دولت له غنیانو څلور درهمه سره زر، له متوسطې طبقې خلکو ۲ او له فقیرانو ۱ درهم سره زر د جزیې په توګه اخلي.

دغه مسیحیان چې په ویډیو کې ښودل کیږي خپلو ورځېنیو چارو ته دوام ورکوي په نورو مسیحیانو چې له خپلو سیمو تښتیدلي غږ کوي چې خپلو سیمو ته راوګرځي او د جزیې په ورکولو سره خپل کارونو ته دوام ورکړي.

اسلامي دولت په دغه ويډیو کې د خپلو ټولو اعمالو لپاره د قران، حدیث او فقهاوو اقوال ذکر کړي دي. هغوی ویلي چې د جزیې دغه مقدار دوهم راشد خلیفه حضرت عمر رضي الله عنه مقرر کړی دی.

په ویډیو کې د موصل د مسیحیانو په اړه هم څرګندونې شوي دي. د ویډیو نطاق وايي چې د موصل خلکو نه د اسلام دعوت قبول کړ او نه یې جزیې ته غاړه کېښودله. هغه وايي چې د اسلامي دولت مشر لخوا ورته وویل شول چې دغه مسیحیان له سیمې څخه وباسي.

دغه څه دپاسه ۲۹ دقېقې فلم کې د اسلامي دولت لخوا په موصل ښار کې د کلیساګانو ورانولو صحنې هم ښودل شوي دي.

د ويډیو په پای کې په مسیحیانو غږ شوی چې اسلام ته داخل شي او یا هم هغوی چې په اسلامي دولت کې اوسیږي، جزیه ورکړي.

د ويډیو په پای کې ۳۰ مسحیان د فرزان (منځنۍ لیبیا) او برقه (شمالي ختیځ لیبیا) ولایتونو کې وژلو صحنې هم ښودل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د فرورۍ په میاشت کې اسلامي دولت ۲۱ قبطي مسیحیان د یوې مسلمانې ښځې په انتقام کې وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x