ادبي لیکني

مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله ( اته نوي يمه ) اونيزه غونډه وكړه

mehterlam baba ghonda

په كوزه پښتونخوا كې د مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله دوه نوي يمه اونيزه غونډه دجمعې په ورځ د بورډ زيارتمځي تر شا په ( پي ، سي ، ايس ) كالج كې د ( 27 -1 – 2012 مه ) نېټه د محمد نور اپريدي په مشرۍ تر سره كړه ښاغلى واحد الله خاكسار او اصيل خان اصيل ځانګړي مېلمانه ټاكل شوي وو غونډه دقاري سميع الحق عليخېل لخوا د كلام پاك د مباركو اياتونو په تلاتوت سره پېل شوه د تېرې اوونۍ ګزارش نظيرالحق قريشي وړاندې كړ د وياندو يي چارې عبدالوهاب څاروان تر سره كولې

له پرېكړې سره سم د مير عالم نويد غزل كره كتنې ته وړاندې شوه چې د غونډې برخوالو پرې ګټورې خبرې وكړې.
د غونډې په دويمه برخه كې ازاده مشاعره وشوه چې د لر او بر ګڼو شاعرانو هر يو ( مير عالم نويد ، محمدنور اپريدي ، حاجي ګل اغا شهباز ، لحاظ احمد ، عبدالوهاب څاروان ، سميع الحق عليخېل ، عماد الدين دوران ، واحدالله خاكسار ، شمشاد ارماني ، تحسن الله تحسين ،شاكر الله ساحل ،وحيد الله رفيقي او نظير الحق قريشي ) برخه اخستې وه .
غونډه د ماښام لمانځه نه ورورسته په دعايي كلام سره پاى ته ورسېده پرېكړه وشوه چې راروانې غونډې ته به شاكر الله ساحل خپل اثر كره كتنې ته راوړي .
د يادونې وړ ده چې پولې پورې غاړې راډيو استازي لحاظ احمد نومه وړې مشاعره ريكارډ كړه چې دكليد راډيو له لار ې يې په افغانستان كې اورېدلى شئ .

داود جبار خیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x