
له جمعیت اصلاح څخه د ګیلې په اړه وضاحت
ليكوال: انجینر ولي محمد فراهي
تېره ورځ ما د یوې لیکنې په ترڅ کې له جمعیت اصلاح څخه ګیله کړې وه چې بعضي منسوبین یې (چې نومونه اخیستل یې مناسب نه دي) د ملکي وژنو په پیښو کې د کنایاتو او اشارو په ډول د خلکو اذهان طالبانو ته سوق کوي.
له لیکنې وروسته ګڼو لوستونکو مثبت او منفي غبرګونونه څرګند کړل، چا جمعیت اصلاح د امریکایانو په څنګ کې درولې وه او د طالبانو وسلوال مقاومت یې د اسلامي مبارزې یوازینۍ لار ګڼلې وه، او چا بیا د جمعیت اصلاح دعوتي مبارزه د امت د ټولو ناخوالو یوازینۍ حل لاره ګڼلې وه او وسلواله مبارزه یې د هندو بې ځایه ستړیا بللې وه. خو په مجموع کې ما داسې اخذ وکړ چې ښاغلو لوستونکو زما له څرګندونو ناسم برداشت کړی او دا لیکنه یې د جمعیت اصلاح په اصلاحي، فکري او دعوتي کارونو د نیوکو په ډول تعبیر کړې.
زړه مې هغه مهال ډیر ودردېد چې یو شمیر پخواني کمونستان او اوسني امریکا پلوه دیمکراتیان مې ولیدل چې له موقع نه په استفادې یې د طالبانو (مجاهدینو) او جمعیت اصلاح وروڼو تر مینځ د دښمنۍ اور او سکروټو ته لمن وهله او په خړو اوبو کې یې د چینډخو د نیولو هڅه کوله. ټکان مې وخوړ چې خدای مه کړه زما لیکنه د دوه متکاملو اسلامي خوځښتونو تر مینځ د کرکې او بدبینۍ سبب ونه ګرځي، نو لازمه مې وبلله چې د دغه سوء تفاهم د له مینځه وړلو په موخه دوه توضیحي ټکي ولیکم.
لومړی: هغو زړو کمونستانو ته چې یو ځل یې هیواد په روسانو خرڅ کړی او اوس یې له امریکایانو سره د خرڅیدا قباله لاسلیک کړې، وایم چې تاسو باید په دې وپوهیږئ چې د سنګر او منبر مبارزین سره وروڼه دي، پام چې داسې فکر ونه کړئ چې ما د جمعیت اصلاح په وروڼو د دښمنۍ له ذهنیته نیوکه کړې، زه سره له دې چې په جمعیت اصلاح ملاحظې لرم خو که ستاسو په مفکرینو ټوله دنیا ډکه شي، زه یې د جمعیت اصلاح له یو ادنی غړی سره نه برابروم. ما په تېره لیکنه کې د یو ورور په حیث جمعیت اصلاح ته منسوبو ځینو وروڼو څخه ګیله کړې او په ضمن کې مې د جمعیت اصلاح غړي متوجه کړي چې له غربي او غرب پالو تبلیغاتو څخه متاثر نه شي، او همدا د یو مسلمان په بل مسلمان باندې حق دی چې سمې لارې ته یې متوجه کړي. انسان کمزوری دی، هرومرو له منفي پروپاګند څخه اغیزمن کیږي، هسې خو ډیر خلک دي چې د روان جهاد او وسلوالې مبارزې پر خلاف نه ستړي کیدونکي زهرجن او زغرد منفي تبلیغات کوي، خو ما کله هم له هغوی څخه ګیله نه ده کړې، ځکه چې ګیله له هر چا څخه نه کیږي. دا چې زه د دومره خلکو له مینځه تنها په جمعیت اصلاح غږ کوم، دا ښيي چې زه یې د اسلامي مبارزي هلو ځلو ته د قدر په سترګه ګورم، ځکه چې کله مې هم نه لوریږي چې د یو اصلاحي او اسلامي خوځښت غړي زمونږ د مشترک دښمن د تبلیغاتو تر اغیز لاندې راشي.
دوهم: د اسلام له لومړي ظهور څخه تر نن ورځې پورې اسلام د منبرونو او سنګرونو په مشترکو هلوځلو ساتل شوی، د منبرونو له منارو څخه د سنګر د حمایت غږ اوچت شوی او په سنګرونو کې د هغه هدف لپاره وینې تویې شوي چې د منابرو په سر یې غږ اوچتیږي.
زمونږ په هیواد امریکايانو تنها وسلوال یرغل نه دی کړی، بلکې له وسلوال یرغل سره جوخت یې د فکري استعمار هڅې هم پیل کړي. هغه هلې ځلې چې د جمعیت اصلاح وروڼه یې د ځوانانو د فکري تنویر لپاره ترسره کوي د سنګر د مجاهد له وسه پوره نه دي، او نه د یو فکري مبارز حالات او شرایط دا ایجابوي چې همزمان د سنګر په مبارزې هم لاس پورې کړي. د سنګر مجاهدین له اشغال څخه د هیواد ازادي او د اسلامي نظام قیام غواړي، او همدا د جمعیت اصلاح د وروڼو هیله او ارزو ده. د سنګر مبارزه له فکري مبارزې پرته نیمګړې ده او فکري مبارزه د سنګر له حمایت پرته له ګواښ سره مخ ده.
مونږ یو تر بله په ژبه ښه پوهیږو، د یو بل کوږوالی به سموو، یو تر بله به تناصح کوو، دښمن مو یو دی، هدف مو یو دی، درد مو یو دی، خو هغه څوک چې د اسلامي فکر د تبلیغ لپاره یې نه خوله تویه کړې او نه وینه؛ بلکې هیواد یې یو ځل په روسانو خرڅ کړی او اوس یې پر امریکا سربېره ټولې اروپا خرڅ کړی، هغوی دې د طالب او اصلاحي ترمینځ د بېل او کولنګ وهلو هڅه نه کوي، طالب او اصلاحي یو د بل متکامل دي، د یو کور غړي دي او که په یو کور کې د وروڼو ترمینځ اواز اوچتیږي بیا هم وروري په خپل حال پاتې وي. تاسو په خپل شوم مقصد کې نامراده اوسئ.
یاره انجینیر صاحب قلم نه دې جار شم ، په ګیله دې زه هم شکمن وم ما فکر کاوه چې دا سړې ولې د یو اسلامی غورځنک باره کې اجتمالي ملاحظات میډیا ته راباسي ؟؟ خو اوس پوه شوم چې اخلاص نه دې کوه، مونږ سره ورونه یو. یو یو ، او یو به یو ، هدف مو یو دې..
الله دی دعوتي او مخلص جهادي مبارزین دواړه کامیاب لري
فراهي صیب
تاسو ته سلامونه او احترام
په قلم او فکر مو برکت اوسه
تر لومړی لیکنې مو دا دوهمه مهمه او نهایت مفیده ده په دې هیله چې له اصلاحیانو سره حساسیت لرونکي او د اصلاح برادران به د ځان د سمون لپاره ډېر څه ترې زده کړي.
په قلم مو برکت شه، هغه ټکي د څرګند کړي، چې په عام ډول د ټول اسلامي امت او په ځانګړي ډول زموږ د مظلوم او په دین مین مجاهد ملت د ټپونو ملهم دی، که له همدې لارې استفاده وکړو او دواړه سنګرونه ګرم وساتو د الله تعالی په مرسته به د دې غزا سپېڅلې پایلې زموږ په ګټه وي، له ټولو وروڼو څخه زما همدا غوښتنه ده، چې دا مفکوره ټینګه او نور وروڼه هم ورته دعوت کړي، ځکه په یقیني ډول زموږ ملت دومره غیرتي په دین مین ملت دی، چې په نړۍ کې یې مثل نه… نور لوستل »
له لیکنی او احساس څخه د ډیره مننه او الله جل جلاله د اجر درکړی. په یقین سره چه زموږ د زړه خبره ده کړی ده.
اسلامي تمدني خوځښتونه د اسلام د غلبې لپاره د کار په میدان کې سولییزې او آرامې فضا ته اړتیا لري. او په جګړه ایزه فضا کې یې پرمختګ ټکنی وي. له همدې امله د نړیوالو هڅه دا وي چې په اسلامي نړۍ کې جګړه تسلسل پیدا کړي.
اسلامي تمدني خوځښتونه په علمي او اقتصادي پرمختیاوي هلوځلو ډیره تکیه کوي او دغه هڅې په جګړه کی نه بلکې په سوله کې ممکنې دي.
د جمعیت اصلاح د غړي عبد الفتاح جواد له ویناوو څخه
محمد صيب تاسو ته سلامونه او احترام د جواد صیب د خبرو دوهم پراګراف ،که یې همدا افاده مطلب یی چې تاسو لیکلی ده، نو غلط ده هغه په دې معنی چې جګړه (قتال) پکې نفی شوې ده. تاسو نباید د خلکو له خیرخواهی څخه د خپل تنظیم په فایده کې ګټه پورته کړی او د یوه محکوم (من مجموعه قاعدین) خبره په خلکو په اذهانو کې د خوږو شاتو په پیاله کې پیچکاري کړی. د جواد صیب د وینا شرایط به کیدای شي تاسو سم نه وي فهمولي هغه دا چې دا وینا زمونږ د اشغال شوي هیواد او… نور لوستل »
السلام علیکم و رحمة الله محترم انجینر صیب ! بی له شکه چې مؤمن د مؤمن ورور ده او شکر ده الحمد لله له دی څخه منکر نه یو . خو خبره له دی خرابه ده چې دا محترمین اصلاحیان وروڼه او دعوتګران د سنګر مجاهدین (مقاتلین ) خپل وروڼه نه شمیري په یقین سره ویلای شم چې که چرته دی دوی کوم سکه (مورنی ) ورور قتال شروع کړی نو دوی سمدستی ورسره وروری قطع کوی او داسی وایې چې په دغه وخت (عصر) کې جګړه د حل لاره نده او دا کوم خلک چې قتال کوې دا جاهلان… نور لوستل »
د ټولو ورونو نظر ته کتلي باید وویل سي چي اسلام د حق دین دئ. حقیقت چي په هر ډول وي د هغه منل، د هغه څخه اقرار کول او په خپل عمل کي د هغه مدنظر ساتل د یوه عاقل مومن مسلمان ریښتونې ستراتیژي ده. دا خبره صحیح ده چي د مسلمان په کور کي جګړه د مسلمانانو اسلامي ارزښتونه، د نوي نسل اسلامي روزنه او اسلامي طرز د فردي او ټولندیز ژوند د خطر سره مواجه کوي خو په عین وخت کي دا هم باید وویل سي چي جګړه هم ددې شیانو د بینه وړلو لپاره راغلو عناصرو… نور لوستل »
ښه لیکنه ده دچا مبارزه چې لله فی الله وي هغوی په ستایلو نه خوشحاله کیږي او دغندني پروا نه کوي دنړۍ ټولي میډيا په طالب پسي را اخیستې ده خو طالب ورته ولاړ دی پرون چې دجمیعت اصلاح له څو اشخاصو ګیله شوې وه بیا لیکني شوې عذرونه شول او ………. طالبان جمیعت اصلاح خپل وروڼه ګڼي خو اصلاحیان بیا طالبان دپردیو مزدوران بولي او دغرب لنډغر ورته خپل وروڼه ښکاري زه دا وایم چې داصلاحیانو له تګلاري سره دا نه ښایي چې دیرغلګرو مزدور ته ورور ووایي خو مجاهد بیا دپردیو مزدور ګڼي له څه اصلاحیانو سره چې… نور لوستل »