شعـــــرونه

غزل – الهام

شاعر: سید احسان الله الهام

لكه سيلۍ چي د چنار لښتي په زور ځنګوي
دا سي مي زړه ستا د پايزيب ليونى شور ځنګوي

احتياط په كار دى چي د عام قتل سبب جوړ نشو
رسوا  يي  سمه زلزله  ده  كلى كور ځنګوي

چي په  وفا ¸سوز  او خلوص   لكه  ادم  وي  نيكنام
هغه  مين  ربابي  هر مين  هر لور ځنګوي

زه مي د خپلې بې وسئ په هلكه  دومره وايم
واياست زما  به وي  څه حال ؟  ژړو  چي نور ځنګوي

لمر په  لوېدلو شو  الهامه  ! خو درك  يې نشته
راځه راځه بيابه په  غيږ كي وړه خور ځنګوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x