د يو نبوي حديث په اړه – چاچې په ما پسې درواغ وتړل

لیکوال: حمد الله دانشمند

د يوي مباركې #نبوې_وينا ځنې ځانګړنې راسپړو ، را سره پاتي شئ !

(( إن كذبا علي ليس ككذب على أحد من كذب علي متعمدا فليتبوأ مقعده من النار” رواه البخاري )1229))

ژباړه :   (بيشکه درواغ په ما پسي داسې نه دې لکه درواغ په يو چا پسې ، چاچې په ما پسې درواغ وتړل ، نو دي خپل   ځای په اور کې تيار کړي )!،

ا ) – د نوموړې نبوي ملغلرې لومړنۍ ځانګړتيا :

تر سلو زياتو صحابه وو په کې برخه اخيستې.

ب ) – د معنی په لحاظ متواتر دی .

ج ) – عشره مبشره (هغه صحابه چې په ژوند کې د جنت د زېرې وياړ لري)   ؛ واړه په دې مبارك حديث کې ګډون لري : کوم چې دا دي همدې حديث  ځانګړنه ده اوبس .

د ) –   نوموړی حديث له ” خضر ، او الياس” عليهما السلام نه هم روايت شوی ..
تېر بيان ته په  کتو سره  پوښتنه داده : چې ايا نوموړی کاذب د کبيره (لويې ګناه) مرتکب دی ، او که د دې ناوړه عمل په تر سره کولو له ملت نه بهر ، او دکفر تر تور چتر لاندي دمه شو ، په داسي حال کې چې د اهل سنت و جماعت په اتفاق په بل چا پسې درواغ تړل لويه ګناه بلل شوې ؟!

ځواب يې څرګند دی د نوموړي حديث په پيل کې هم ورته اشاره شوی چې په پيغمبر پسې درواغ ځانګړی مقام لرې ، ځکه په پيغمبر پسې درواغ په الله (ج) پسې درواغ دې   (وما ينطق عن الهوى…) ژباړه پيغمبر (ص) له ځان نه خبرې نه کوي …)

لهذا نوموړي کاذب ته امام جويني شافعي ، امام ناصرالدين مالکي (رح) کافر ويلي ،  او له اسلامي ملت نه يې ايستلی دی !.

ابن الجوزي (رح) يې د شان ورود په اړه ليکلي :    “عبد الله بن زبير”(رض) له صحابه وو نه پوښتنه وكړه : ايا د دې حديث په تاويل پوهېږئ ؟
يوسړی چې له يوې ښځې سره يې د ناروا اړيکو اراده لرله يو کور ته ماښام ورغلی ، ورته يې کړه : ځه د پيغمبر (ص) قاصد يم ، همده رالېږلی يم چې چېرته مې خوښه شوه هم هغالته د هغه مبارك په لارښوونه د ميلمه په توګه شپه تېروم ، (څوك به مې مانع نه جوړېږي ) ؛ يو سړی پيغمبر (ص) د ماجرا دلټوڼ په موخه رالی … لنډه دا چې پيغمبر عليه السلام ورته و فرمايل : درواغ وايې…)  او د ھغه له پاره يې د سختي سزا غوښتنه وکړه … ، چې اخير نوموړی کاذب مخکي له دې چې مجازات شي ؛  د مار د خوړلو له امله مړ شو … مبارك عليه السلام يې په اړه  وويل  : (نوموړی په اور کې دی )!.

نوموړی مبارك حديث مونږته لار ښوونه کوي چې په دې ستره ، اوذي خطره لړۍ کې ډېر محطاطانه قدم واخلو خدای مکړه حال مو له بدو بتر نه شي!.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د