نظــر

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي جهاني ته سرخلاصی لیک

لیکوال: روح الامین نیازی

له ټولو مخکې  اول ښاغلي عبدالباري جهاني ته د زړه له تله مبارکي وایم او الله (ج) دي وکړي چې په خپلو ټولو چارو کې کامیاب او بریالی او د ملت درد ته دوا شي.

ښاغلی جهاني !

پدې پوهیږم چې ستاسو په مخ کې به ډېر زیات مشکلات شتون ولري او د هر مشکل اوستونزې لري کول په داسي ټولنه کې ډېری اوسیدوونکي یې متعصب او مریض وي ډیر مشکله ده.  داچې ولې مي متعصب کلمه ذکر کړه پدي اړه به وروسته توضیح درکړم خو اوس اصلي موضوع ته رازم.

دا چې تاسو په یو داسې وخت کې یو وزارت ته لاره ومونده چې د یو هېواد د تاریخ، کلتور او د یو هېواد د ژوندي ساتلو لپاره تر ټولو مهم وزارت دی، نو له تاسو څخه ډیره تمه داده چې تاسو د افغانستان د کلتوري یرغل مخه ونیسي او پرینږدي چې نور مو دا یرغل بې فرهنګه کړي.

د نوې انتقالي دروې له پیلیدو سره په هېواد کې هم د رسنیو  بازار ګرم شو د هر چا د خپلې خوښې او د خپل شخصي نظر څرګندولو لپاره یوه وسیله پیدا کړه، چې ډیری رسنۍ هم د هېواد د کلتور او ملي ګټو په خلاف یې خپل کارونه ترسره کړل او لا اوس یي هم ترسره کوي.

هره رسنۍ خپل ګوند، سمت، ژبې او یو مشخص شخص په ګټه کار کوي، ډېری دا رسنۍ حتآ د ملي ګټو پرځای شخصي ګټې مهمي بولي او حتآ د شخصي ګټو لپاره ملي ګټې قربانوي، ډیری داسي رسني هم شته چې په مستقیمه توګه د حکومت خلاف فعالیت کوي، د حکومت هر مثبت اقدام ته منفي ځواب ورکوي، یو څو لاسپوسي او پردي پال تش په نامه شنوونکي ددي لپاره چې مشهور شي ه ډول څرګندوني کوي.

ډیری دا رسنۍ بیا د پښتون لوی قوم تباهۍ غواړي حتآ دوي د پښتون قوم (نوم) هم نه شي زغملای.

نن مي یو ځل بیا د عمل سره سم د (ماندګار) متعصبه ورځپاڼه ولوستله چې یو ځل یې بیا د پښتون قوم او پښتنو سپکاوی کړي وه (زه خو ورته سپکاوای وایم نور ستاسو قضاوت)  نه غواړم چې ددي ورځپاڼې په هکله نور څه ووایم ځکه چې مخکې مي په یوه لیکنه کې (ملي یم خو ملت نه منم) دا ورځپانه تشریح کړی وه چې مسول او بنیاد ایښودونکی یې په اصطلاح د ( ملي) قهرمان ورور احمد ولي مسعود دی.

په دي لیکنه کې راغلي (تقلب در شـمارش آرای مجلس) په یوه بله برخه کې یې راغلي)برخی اعضای مجلس در تماس با روزنامۀ ماندگار گفته‌اند که باری جهانی نامزدوزیر وزارت اطلاعات و فرهنگ، در یک تقلب آشکار از سوی معاون دوم مجلس، در شمارش آرای دیروز پیروز اعلام شده است. آنان می‌گویند که ۱۱ رأی باری جهانی گُم است.

هیأت اداری مجلس اعلام کرد که عبدالباری جهانی با کسب ۱۲۰ رای تایید، ۶۶ رای رد و ۳۵ رای سفید به حیث و وزیر اطلاعات و فرهنگ انتخاب شد.

درحالی که در رأی گیری امروز نصاب مجلس ۲۳۹ تن بود که از آن جمله رمضان بشر دوست به هیچ یک از نامزدوزیران رأی نداده و اوراق رأی‌دهی را پاره کرده است)
نه پوهیږم چې دا پښتون قوم دوی ته څه ویلي دي؟ ولي دومره تعصب؟ ولي په دومره نوماندو وزیرانو کې یواځې ښاغلي جهاني؟؟؟؟؟

ولي سید سعادت نادري نه یادوي چې 202 رایې ترلاسه کړي؟ ولې ربانې نه یادوي؟

ولي فیروز الدین فیروز نه یادوي؟؟؟؟

دا ځکه چې دا ټول ددوي د سمت او ډلې خلک دي ځکه ددوي ګټو ته وفادار دي.

مخکې مې متعصب ځکه ذکر کړه چې دومره تعصب چې پوهنتون نه وایې، وایې چې پښتو ده خو ( دانشګاه) چې ایرانی لفظ دی وایي  یي او افتخار هم پرې کوي.
دا هم ځینې هغه ایراني اصطلاحات دي چې په پردي پالو رسنیو کې د ملي ترمینالوژي پر خلاف استعمالیږي:

پوهنتون  ( دانشګاه)

پوهنځي ( دانشکده)

ستره محکمه ( داد ګاه عالي)

لویه څارنوالي ( داد ستاني کل)

همدا راز لوی درستیز، محبس، درملتون، زیږنتون او نورو ملي او منل شویو نومونو پرځای ایرني الفاظ او لغاتونه استعمالوي.

نو ښاغلی جهاني اوس د ټول ملت سترګې تاسو ته دي چې ددې کلتوري یرغل مخه ونیسې او نور نو دا مزدورو رسنېو ته اجازه ورنکړل شي چې داسې غیر افغاني اصلاحات استعمال کړي.

که چیرې تاسو په دي کار کې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې او یا مو پر زور واکو زور ونه رسیده نو لطفآ ملت ته ووایې او که ملت هم ددي کار په مخنیوي کې پاتې راغی نو بیا استعفآ خو شته !

ځکه تاسو ملي شخص یاست نو باید خپل شخصیت د یوې چوکۍ لپاره له لاسه ورنکړي او د ملت دې غمونو او دردونو ته تاسو دوا شۍ!

په وینو کې لت پت ښه یم په پت کې   نه د سرو زرو په تخت باندې بې پت

بیا هم ستاسو د کامیابې په هیله.

ستاسو ورور روح الامین نیازی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر ایمل موحد

جناب نیازی صیب ! ډیر په زړه پوری لیکنه و کړی ده ، تاسو د یوی ورځپانی ذکر کړی دا شیطان او منافق تلویزون چی دوه سره ورورنه سره په جنک اچوی او دوه قومونه سره په جنک اچوی او د حکومت یوه لاسته راوړنه مثبت نه انعکاس کوی زه خو جهانی صیب ته وایم چی سم د داود خان غوندی کار وکړه که حکم دی وچلیده نو صحیح ده او اولس به هم درڅخه ګیله نه کوی او که ونه چلیده نو څادر په اوږه واچوه او لاړ شه او د خپلی کورنی سره پانی شیبی تیر کړه دی… نور لوستل »

غوربندي

روح الامین صیب

تاسو ته سلام او احترام

د مصطلحاتو په سمون کې که جهاني صیب خپل تخلص هم نړیوال صیب ته بدل کړي نو زمونږ او ستاسو اساسي ستونزې په بیا هم په خپل ځای پاتې وي، ځکه د ستونزو جرړه ناروا اشغال او د خپلواکی نشتوالی ده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x