افغانستان

پاچا خان ځدارن هم ګډ حکومت نامشروع وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۳۱مه ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې پخواني وکیل او د ځدرانو قومي مشر پاچا خان ځدران د یوې غونډې په ترڅ کې ګډ حکومت نا مشروع وباله.

دغه غونډه کې چې د پکتیا او خوست یو شمېر قومي مشرانو او وکیلانو په کې برخه اخېستې وه، ګډ حکومت د څوکیو د ویش پر سر تر سختو نېوکو لاندې ونیولو.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې غونډه د ولسي جرګې پخوانی وکیل پاچا خان ځدران لخوا جوړه شوې وه. نوموړی د ټاکنیز کمپاین پر مهال د اشرف غني ملاتړ و. هغه په خپلو خبرو کې ګډ حکومت نا مشروع او دوی ته د نه منلو وړ وباله.

پاچا خان ځدران په خپلو خبرو کې په خلکو غږ وکړ چې راپاڅي او خپل امنیت په خپله تامین کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر نورو وکیلانو هم تر دې وړاندې ګډ حکومت نا مشروع بللی و. په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازي عبداللطیف پدارم څو ورځې وړاندې ویلي وو چې اشرف غني او عبدالله قانوني مشروعیت نه لري، دوی حکومت یرغمل کړی او د واک د تقسیم پر سر په جګړه اخته دي.

تر هغوی وړاندې هم یو شمېر وکیلانو، قانونپوهان، شننونکو او سناتورانو ګډ حکومت ناقانونه بللی و.

په عین حال کې د پکتیا ولایتي شورا منشي محمد رحمن قادري د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې ویلي چې د ګډ حکومت دواړه مشران په خپلو کې سره نښتي، ولس یې شاته غورځولی او اداره یې د شړیدو په حال کې ده.

قادري ګډ حکومت په دې تورن کړ چې د تنظیمونو او سمت په اساس وزیران او لوړپوړي چارواکي ټاکي. ده له ګډ حکومته غوښتنه وکړه چې په دغه اساس دې لویې پکتیا څخه هم ځېنې کسان په لوړو پوستونو وټاکل شي.

دغې غونډې ته یو بل قومي مشر صوفي حبیب ویلي چې ګډ حکومت ولسمشر او اجراییه رییس د خپلو کسانو په ګمارلو او ځای پر ځای کولو باندې شخړې کوي او ولس يې شاته غورځولی.

د ګډ حکومت خلاف په دې وروستیو کې لاریونونه او نېوکې زیاتې شوي دي. د وري په ۲۷مه په کابل ښار کې لسګونه کسانو د ګډ حکومت پر ضد لاریون وکړ او د حکومت مشرانو د ګوښه کېدلو غوښتنه یې کوله.

دوی د وروستیو نا امنیو حل د ګډ حکومت پر ضد مبارزه ښودلې او ګواښ یې کړی چې که دواړه مشران استعفا ورنه کړي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x