افغانستان

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د مشرۍ پر سر لا هم ناندرۍ روانې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د پارلماني ټاکنو د ښه تر سره کېدوه لپاره د ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو د قوانینو د سمون په تمه د جوړ شوي کمیسیون د مشرۍ پر سر په ارګ کې د اجرايه او جمهوري ریاستونو تر منځ لا هم ناندرۍ روانې دي.

دغه کمیسیون چې د ملګرو ملتونو د استازي تادامیتچي په ګډون پنځلس غړي لري، د روان لمریز کال د وري په دویمه يې د جمهوري ریاست له لوري شکریه بارکزۍ د مشرې په توګه وټاکل شوه، چې مرستیال يې صدیق الله توحيدي او منشیان يې شاه سلطان عاکفي او وږمه فروغ معرفي شول.

د جمهوري ریاست رییس اشرف غني شکریه بارکزۍ د امریکا تر جنجالي سفر وړاندې معرفي کړه خو د ګډ حکومت اجرايو ریاست له شکريې بارکزۍ سره مخالفت وښود او د هغې مشرۍ يې ونه منله.

شکريه بارکزۍ وروسته له هغه د وري په نولسمه د اجرايو ریاست له لوري له یادې مشرۍ ګوښه کړل شوه، چې له یوه خصوصي تلویزون سره يې په خبرو کې د اجرايوي ریاست مخالفت مهم ونه ګاڼه او ويې ويل چې نوموړي هم د جمهور رييس په لاسلیک مشره شوې او عبدالله عبدالله هم د نوموړی په لاسلیک اجرايوي رییس ټاکل شوی دی.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د مشرانو جرګې مشر د دې کمیسیون جوړېدل له اساسي قانون ښکاره سرغړونه بولي، خو اجرايوي ریاست وايي چې د امریکا په سفارت کې د شوې توافقنامې له مخې دا کمیسیون باید د اجرايوي ریاست تر نظارت لاندې جوړ شي.

د شکريې بارکزۍ له ګوښه کولو وروسته دغه کمیسیون لا هم بې مشره پاتې دی او د اجرايوي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي چې په دې برخه کې لا هم د دواړو ریاستونو ترمنځ ناندرۍ روانې دي.

تر دې وړاندې په ارګ کې د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي ویلي و، چې د اجرايوي او جمهوري ریاستونو ترمنځ مخالفتونه په بشپړه توګه حل شوي دي.

یاده دې وي د هېواد پارلماني ټاکنې چې له قانوني اړخه باید د سږ کال په ثور میاشت کې ترسره شوې وای، خو د ګډ حکومت مرستیال د کابینې په دویم پړاو معرفي کې اعلان وکړ چې دغه ټاکنې د بودیجې د نیستۍ له امله راتلونکې کال ته وځنډېدلې.

د ټاکنوخپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني د سروردانش دا پرېکړه او اعلان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په ناخبرۍ کې بولي او وايي چې دوی تر اوسه هم نه دي خبر، چې د ټاکنو د ځنډ اصلي علت څه شی دی؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x