افغانستان

هلمند: لومړۍ امنيتي حوزه کې ۱۴ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په لومړۍ امنيتي حوزه کې د تېرې شپې د سرتيري بريد په پایله کې دولتي سرچينو د ۳پولیسو د وژل کېدو او د عامه نظم د اوومې لېوا د قومندان په ګډون د ۱۱نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د هلمند امنيتي مسوولین وايي چې د دې ولايت په لومړۍ امنيتي حوزه کې تېره شپه پیل شوی برید نن سهار وختي پای ته ورسيد.

د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل وايي چې بریدګرو د اربکیانو درېشي په تن او بېګا ناوخته يې په لومړي امنیتي حوزه کې برید پیل کړ.

که څه هم د جګړې په مهال د هلمند امنیه قومندان د سرتيرو بریدګرو شمېر پڼځه او وروسته څلور تنه ښود، چې نږدې نیمه شپه يې د دریو تنو د وژلو دعوه وکړه او ويې ویل چې یو تن په جګړه بوخت دی، خو نن سهار يې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې یادې حوزې ته دوه تنه سرتيري بریدګر ننوتلي و، چې تر سهاره يې مقاومت وکړ.

د سرچینو په قول بریدګرو په دې حوزه کې سنګر نیولی و او له دې ځایه يې په پولیسو ډزې کولې او لاسي بمونه يې ور غورځول.

طالبانو د هلمند د دې برید په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د رسنیو په قول په برید کې درې پولیس وژل شوي او د عامه نظم د اوومې لېوا د قومندان غلام سخي غفوري په ګډون پکې ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

د لښکرګاه د مرکزي روغتون د بېړنۍ څانګې مسوولین هم وايي چې دوی ته ۱۱تنه ټپیان ور وړل شوي، چې حالت يې د اندېښنې وړ ښوودل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x